بیل ګیټس د انفولانزا واکسین لپاره، ۱۲ میلیون ډالر مصرفوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۹مه) د مایکروسافټ بنسټ ګر بیل ګیټس د انفولانزا واکسین خپرولو لپاره، ۱۲ میلیونو ډالر په مصرف رسوي.
 
 بیل ګیټس په خپله کلنۍ وینا کې اعلان کړی، چې د انفولانزا واکسین خپرولو لپاره یوه څېړنیزه موسسه جوړوي.
 
نوموړي وویل:
"نن ورځ د Page family په مرسته سره د ۱۲میلونه ډالرو یوه پروژه د Grand Challenge تر عنوان لاندې د انفولانزا واکسین لپاره، پرانیزي."
 
هغه ټینګار کړی، چې د انفولانزا ویروس یو مقاومتي ویروس دی.
 
زیاته یې کړه، چې ددې مقاومت له منځه وړلو لپاره جدي هڅې کوي.