بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
منافقت په دوه قسمه دی :
اعتقادي اوعملي .
اعتقادي منافقت:په ژبه ايمان راوړل اوپه زړه کي دايمان نه قبلول،دې ته اعتقادي منافقت ويل کيږي .
په دې سره انسان کافرکيږي .
عملي منافقت دې ته ويل کيږي چي په ژبه ايمان راوړي،په زړه کي تصديق هم لري خوعمل يې دايمان دغوښتنوسره سم نه وي،دالله پاک ټول احکامات مني خوعمل يې کمزوری وي .
اعتقادي منافقت خومعلوم دی چي هغه کفردی دعملي منافقت ځيني علامات شته،داددې لپاره ذکرکووترڅوځان ترې وژغورولکه څنګه موچي مخکي يادونه وکړه .
دامنافقت هم کله کله انسان کفرته رسوي کله چي څوک داکارونه هميشه کوي.
عن ابي هريرة رضی الله عنه قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم :
آية المنافق ثلاث زادمسلم وان صلی وصام وزعم انه مسلم ثم اتفقا:اذاحدث
کَذَبَ وَاذَاوَعَدَاَخلَفَ وَاذَاائتُمنَ خَانَ .(متفق عليه)
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
دمنافق درې علامې دي،له دې وروسته مسلم داخبره زياته کړې :که څه هم لمونځ کوي،روژه نيسي
اوګمان کوي چي دی مسلمان دی ،بيادواړه(بخاري اومسلم)متفق دي(هغه درې دادي)
{1}چي کله خبري کوي درواغ وايي
{2}کله چي وعده(ژمنه) وکړي مخالفت ئې کوي .
{3}چي کله امانت ورسره کيښودل شي په هغه کي خيانت کوي .(بخاري اومسلم)
تشريح :په دې حديث شريف کي ويل شوي چي دمنافق دادرې نښي دي، داکه په چاکي موجودي وي هغه منافق دی .
سوال دادی چي داخواعمال دي
په دې سره څنګه څوک منافق جوړيږي؟ ددې سوال څوځوابونه دي:
(1)په دې حديث کي هغه څوک مراددی چي هغه داکارونه جای زبولي.
(2) له نفاق څخه عملي نفاق مراددی .
(3)ترټولوغوره قول دادی چي څوک داعملونه هميشه کوي هغه منافق دی ځکه هميشه والی په دې اعمالوسره انسان کفرته رسوي،په دې خبري باندي دليل لفظ داذادی چي معنی یې داسي ده: کله چي خبري کوي دروغ وايي،کله چي ژمنه وکړي،مخالفت یې کوي اوکله چي امانت ورسره کېښودل شي خيانت پکي کوي . دمؤمن صفت دادی چي کله ترې دروغ وويل شي ،له الله جل جلاله ويريږي، توبه باسي اوپه خپل دې ناوړه کارپښېماني څرګندوي .
دروغ يوډېربدعادت دی،خومتاسفانه ډېرزيات خلګ پکي مبتلادي .
په دين کي دروغ ويل خوبياډېرسترجرم دی .
واذاوعداخلف :يعني کله چي دراتلونکي وخت لپاره دخيرښېګړي وعده وکړي،دمخالفت اراده یې لري.دشردوعدې خلاف کول ضروري دي، خامخابه له هغه کاره انسان ځان ژغوري.
دشراوګناه په هکله دشوې ژمني مخالفت کول ګناه نه لري بلکي دثواب لامل دی .
اَخلَفَ يعني دوعدې دکولوپه وخت کي اراده دمخالفت کوي چي زه په خپلي دې ژمني وفانه کوم بلکي مخالفت به ترې کوم .
که څوک له چاسره وعده وکړي اونيت یې دمخالفت نه وي،له وعدې وروسته يومانع اوشرعي ضرورت ورته پيش شي چي دهغه له امله ترې دوعدې خلاف وشي نوداسړی نه منافق دی اونه ګناهګارځکه له ده څخه مخالفت دمجبورۍ له امله وشوچي دده له مخکي اراده نه وه .
واذا ئتُمنَ خَانَ :يعني کله چي امانت ورسره کېښودل شي چي خلګ یې په يوه کاريايوې خبري باندي
امين وګرځوي،دی خيانت پکي کوي .
لکه څنګه چي دمال امانت وي داسي دخبروهم امانت وي،که چاداسي خبره درته وکړه چي هغه غوښتل چي داخبره چاته مه کوه نودهغي خبري کول هم بل چاته په امانت کي خيانت دی په حديث کي راغلي دي المجالس بالامانة مجلسونه امانت دي دهغوافشاکول هم ګناه ده.
بياامانت عام دی که دبندګانووي لکه عهده،مال ،خبره ياداچي څوک
ورته ووايي : زماماشومانوته سبق وايه،دی چل کوي، وخت هسي تيروي،ياپه تدريس کي له اړتياپرته غيرحاضرياني کوي.ياله چاسره مزدوروي هسي وخت تيروي،ناراستي کوي صرف تنخايې مقصدوي اوکارنه کوي داټول صورتونه د خيانت دي.
يادالله تعالی امانت وي لکه دالله عبادات په صحيح طريقه نه کول،داهم په خيانت خيانت دی.
په دې حديث کي یې دادرې خصلتونه په ځانګړي ډول دمنافقت ذکرکړي دي ځکه په دې دروخصلتونوکي مخالفت شته چي دمنافقت اساس دی ځکه منافقت له ظاهر(ښکاره)څخه دباطن(يعني دزړه)مخالفت ته ويل کيږي .
په دروغوکي دحقيقت خلاف خبره وي.
دامانت حق دادی چي بايدخپل خاوندته ورورسول شي په هغه کي
خيانت مخالفت دی .
دوعدې خلا ف خوڅرګنداوښکاره دی چي هرڅوک پرې پوهيږي..
په دې حديث کي درې علامات دمنافقت ذکرشوي دي په نورواحاديثوکي زيات ذکرشوي دي په دې کي هيڅ ډول تعارض نشته بلکي دوحی دتعددپه اعتبارسره بيان شوي دي اويادمجلسونوداختلاف په اعتبارسره بيان شوي دي .
له عبدالله بن عمررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمای لي دي :په چاکي چي داڅلورخبري موجودي وي هغه پوره اوخالص منافق دی اوپه چاکي چي يوعادت له هغوڅخه وي په هغه کي يوخوی دمنافقت موجود دی،ترڅوچي هغه پرېږدي (هغه څلورخويونه دادي)
1. کله چي ورسره امانت کيښودل شي په هغه کي خيانت کوي .
2. چي کله خبري کوي درواغ وايي .
3. چي کله وعده وکړي مخالفت یې کوي..
4. چي کله جنګ کوي نوښکنځل کوي . (بخاري اومسلم)
دحديث مطلب دادی : چي په چاکي داکارونه پيداشي اوعادت يې وګرځي او هميشه یې کوي نوداسړی منافق دی ځکه مؤمن سړی
په دې کارونوباندي هميشتوب نه کوي که یې وکړي،توبه ترې باسي .
واذاخاصم فجر:چي کله له چاسره جګړه کوي نوښکنځل کوي،پوچه خوله پرېکوي اودرواغ وايي.
فجورپه اصل کي الميل عن القصدته وایي يعني چي کله جنګ کوي نوله حقه باطل ته اوړي .
په دې حدیث کي ويل شوي چي څوک په جګړه کي ښکنځل کوي په هغه کي د منافقت علامه موجوده ده اومنافق ورته ويل کيږي،نو دهغه چابه څه حکم وي چي له جګړي پرته په ګپوکي هم ښکنځل کوي لکه ددې زمانې ناپوهان ځوانان چي سره وويني،دسلام پر ځای له ښکنځلو پيل کوي :دفلاني زويه چيري وې؟آياداکاربه دمنافقت نه وي . په داسي حال کي چي دجګړې په حالت کي ترډېره دانسان خپل نفس په کنترول کي نه وي په دې حالت کي هم دادمنافقت علامه ده نوهغه خلګ دي ځانته سوچ وکړي چي ښکنځل يې عادت وي چي ددوی به څه حال وي ـ
دااحاديث بايدهرسړی لومړی ځان ته متوجه کړي چي داصفتونه په ماکي شته کنه ؟
که په چاکي وي،دځان علاج دي وکړي اوکه نه وي،دالله جل جلاله شکردي اداکړي اودچاپيريال داصلاح په کوشش کي دي شي .
متاسفانه دډېروخلګوداعادت وي چي کله ددين خبره واوري نوپرځای ددې چي دځان علاج وکړي دنوروعيبونوته ځيرشي چي په پايله کي نه يوازي داچي ځان له خيره محروم کړي بلکي ځان ته لوی تاوان ورسوي چي دنورومسلمانانوپه عزت کي ولوېږي اوغيبت ئې وکړي .سس
نوربيا...
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين
ليکوال :عصمت الله عزام
وروستي