
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۹مه) نن یکشنبه به د خیبر پښتونخوا په لېرې پرتې سیمې سوات کې د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ بله ستره ولسي غونډه جوړیږي.
د راپورنو پر بنسټ، په سوات کې ځايي امنیتي چارواکو خلک د منظور پشتین په جلسه کې له ګډونه منع کړي دي.
دغه غورځنګ له دې وړاندې د پېښور په ګډون په قبایلي سیمو کویټې او لاهور کې هم جلسې کړي چې زرګونو کسانو پکې برخه اخیستې ده.
د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې ولسي تحریک د روان کال په لومړیو کې تر هغې وروسته راپورته شو او په اسلام اباد کې یې زرګونو پلویانو پرلت وکړ چې په کراچۍ کې پولیسو د وزیرستان یو ځوان نقیب الله محسود په مشکوک ډول ووژل شو.