
ای د غیرتي بابا لمسیه، ای افغان زلمیه، ای سور سترګیه باتوره میړنیه، تاته وایم د خدای لپاره نور راویښ شه، تیر شه له دې بې پایانه خوب څخه، د ټول زوریدلي ولس درته سترګې دي.
دا ولس ستا ټینګې ارادې ته سترګې په لار دی هره ورځ او شپه په دې ولس څه نه تیریږي. د چا وړوکې خور په ښوونځي کې مړه شوه د چا زلمی زوي چې پلار یې په سپینه ګیره ورته مزدوري کوله او په زده کړو یې سمبالاوو، په څه خواریو یې غوښتل تر حدفه ورسوي په نیمه لار کې د انسان په شکل ځناورو وخوړل.
ای ځوانه؛ ته ولی په بینا سترګو ړوند یې، تا په ښوونځي تاریخ ندې لوستې، تاته احمدشابابا، میرویس نیکه، غازي امان الله خان او داسې د نورو په شان ځوانان په کې ونه لیدل.
ځوانه ته هم همداسې کیدای شې، ته هم یو اتل جوړیدلی شې، خیر که هغه اتلان اوس نشته، خو تګلاره خو یې شته، ستا په شان لمسې خو یې شته، ته راپورته شه او ددې عصر له خاینانو سره وجنګیږه. ورسره مبازره وکړه خاین، رشوت خور، د پردیو خلام، غل، قاتل او داسې نور هغه اشخاص چې دې ټولنې ته یې شر رسیږي ته یې نړۍ ته رسوا کړه.
که ته دې په خپل رزق ویره لرې خو هغه خو هاغه لوی ذات په واک کې دی، د یوه خاین په لاس کې خو ندې. تا ولې نه دي اوریدلي چې:
(و إنّ الله لهو خیر الرّازقین) [ حج ۵۸] ژباړه: او خدای پاک بهترین رزق ورکوونکی ده،
کله چې روزي دې هم د انسان په لاس کې نه ده، ژوند دې هم د انسان په لاس کې نه ده. آخر بیا په تا څه شوي چې په بینا سترګو ړوند یې، هر څه وینې خو بیا هم داسې چلند کوې چې ګواکې تا هیڅ نه دي لیدلي.
ته ددې ټولنې د هرې بدبختۍ پر وړاندې مسؤل یې، له تا به خدای ددې شته وړتیا پوښتنه کوي. نو د همدې لپاره هڅه وکړه چې نور ددې زوریدلي اولس د زخمونو ملهم جوړ شې او ددې خلکو پر وړاندې په رښتونې مانا وړ او مناسب چلند وکړې.
په نړی کې هر څوک ارمان لري خو ډیر کم یې خپلو هدفونو ته رسیږي دا ځکه چې هغوي د خپل ارمان او هیلې لپاره قوي اراده، منظم پلان نه لري. ته د هغو کسانو له ډلې مه جوړیږه چې وايي: دا هیواد به جوړ شي.
زه داسې نه وایم چې نه جوړیږي، بلکې زما هدف دا دې چې په هغه صورت کې جوړیږي کله چې ځوانان او اولس راویښ شي او په رښتونې مانا خپل ځان وپیژني.
د فورد په نوم یو عالم وايي چې: که چیرته ته غواړې چې یو کار وکړې هم په حقه یې او که وایې چې نه یې شم کولی هم په حقه یې.
مانا دا چې کول تر کولی شم او نه کول تر نه کول پورې اړه لري. ته ددې خاورې اوسیمې لپاره خدمت کولی شې خو که ته وغواړې. قوي هوډ، منظمه اراده ولرې.
نور بس دی، نور نو خپلې سیمې ته کار وکړه، او د یوه ښکلې هیواد په جوړولو کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړه.