د اذربایجان کې د ټرمپ ټاور اور اخیستی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۹مه) ازربایجان رسنیو خبر ورکړی، چې ددغه هېواد پلازمینه باکو کې یوې لویې لوړ پوړیزې ودانۍ اور اخیستی دی.
 
ویل شوي، چې دا ودانۍ د ټرمپ ده او تر دې دمه اور لګېدنه په کې روانه ده.
 
راپورنو کې راغلي، چې دغه ودانۍ ۵۰ پوړه ده او اور یې په ۳۳ پوړ کې لګېدلی دی.
 
ویل شوي ودانۍ لا تر اوسه ګټه اخیستنې ته نه وه سپارل شوې ځکه ځاني تلفات نه لري.