ويښتيا: د سولې ښوونځي

په هندوستان کې مې ددغه هېواد د لوړو زده کړو له ځينو چارواکو سره خبرې کولې، مسئله دهغو افغان محصلينو په اړه وه، چې هر کال هندوستان ته د لوړو زده کړو لپاره ځي، ما خو له هندي لوري څخه ددې لپاره د مننې او ستاينې ټول ټکي يادکړل، خو دې نېمګړتيا ته مې هم ګوته ونيوله، چې ګڼ زده کوونکي سياسي علوم لولي او زه نه پوهېږم چې دا پخپله د محصلينو د ټاکنې ستونزه ده، يا په نورو څانګو کې شموليت سخت يا ناشونی دی؟ ما هندوستانيانو ته وویل، چې افغانستان د کرنې، انجينرۍ، وړو حرفه یي چارو، اوبولګولو، وترنرۍ او د داسې نورو څانګو متخصصينو ته اړتيا لري، چې عملاً ددې هېواد اقتصاد په پښو ودرولای شي.
ما په ټوکه ځينو افغان ملګرو ته وویل : ښايي افغان محصلين فکر کوي، چې که په هندوستان کې څوک سياسي علوم ولولي نو بيا په افغانستان کې ولسمشرۍ ته رسېدای شي.
دې چارې ماته څوفکرونه پیداکړل؛ تر هر څه مخکې راته د سولې د ښوونځيو تصور په ذهن کې راوګرځېده او ددې چارې او نتیجې فکري بهیر داسې و :
ستونزه : موږ هر کله چې دافغانستان پر ستونزو ګړیږو، نو دټولیزې پوهې (عامه شعور) د لوړیدو مسئله تر مخې راځي. بيا نوفکر کوو چې ددې ځای خو ښوونځی دی او باید ټول خلک ښوونځيو ته ولاړ شي. ریښتيا هم، چې د افغانستان د ژغورنې پیل له ښوونځيو او پوهنځيو څخه کېږي، خلک باید له دې بې خبرۍ څخه خلاص شي. خو، چې يوګام وړاندې ولاړ شو نو پوښتنه را پیدا شي، چې څه ډول ښوونځي؟ فکر وکړئ ، د زده کړې وړ ټول نفوس ښوونځی او پوهنځی ولوست او اټکلي فکر وکړئ چې موږ د لس – دولسو میليونو لسانسه ګانو خاوندان شو، بيا نوڅه؟
آيا موږ دوی ټولو ته د کار امکانات لرو؟ په ۱۲میليونو مامورينو به څه وکړو؟ هغه هم که شپږ ومیليونو یې حقوق او سياسي علوم لوستې وي نو دومره جمهورریسان، بهرنيو چارو وزیران، دیپلوماتان يا قضات اوڅارنوالان به چېرته وړو؟
ژورنالیستان یې همداسې بوله او د طب ډاکتران یې هم. (دا هېڅکله ، خدای مه کړه دغو شریفو مسلکونو ته د کم کتلو په مانا نه ده.)
موږ د تولید لوستي نه لرو. څه مانا؟ موږ حرفوي کارګران نه لرو،دکانونو درایستلو لوستي کسان نه شته، د کرنې مربيان نه لرو، نجاران، د بریښنا تکنېشنان، د سړکونو جوړولو معماران، د بندونو ډیزاينران، د موټر، الوتکې او تخنیکي چارو ماهرين نه شته ما اوریدلي دي چې زموږ د برېښنا ستېشنونو د کوچني ترمیم لپاره له لرې هېوادونو څخه تکنېشنان راغوښتل کېږي او نر غوندې لسګونه زره ډالره جېب ته اچوي اوتر کوم کوچني رغون وروسته بېرته په الوتکه کې کور ته ځي. پیلوټان خو لا څه کوې، چې زه پخپلو بهرنيو سفرونوکې د الوتکو انجينران او آن د الوتکې میلمه پالان هم وينم چې شنې سترګې او سره مخونه درته ودرېږي او وايي :
Sir! Do you want some tea or coffee? ښاغلیه چای يا قهوه غواړې؟
په سړي اور بل شي، چې ښه کور یې وران مه شه دا کار نو افغانان نه شي کولای؟
دویښتيا د پړاو يوه ضروري غوښتنه همداده چې د ډېرو انکشافي، رغنیزو او جوړښتي چارو په مرکز کې افغان انسان ودرول شي او دا خبره یقيني او حتمي شي چې : هو! موږ یې پخپله کولای شو!!!
حل لاره :
موږ ښايي د سولې ښوونځي وپېژنو او پریمانه، پر هرځای کې او هر چاته یې پرانیزو، دا ښوونځي هم سوله راوستلای شي او هم موږ له پردي احتياجه خلاصوي.
د سولې دا ښوونځي حرفوي مکتبونه دي، لکه زراعت ليسه،د کانونو داستخراج لېسه، میخانيکي ليسه، د برق ليسه، د اوبو لګولو ليسه، د معمارۍ ليسه، د ترکاڼۍ ليسه، د چرګوړو د روزلو ليسه، د اوبدلو ليسه، د نساجۍ ليسه، د بورې د تولید ليسه، د کرنیزو محصولاتو او ميوو د پروسس ليسه، د موټرو د ترمیم ليسه، د هوټلدارۍ اومیلمه پالنې ليسه، د سبو د روزلو ليسه او په لسګونو داسې نورې ليسې، هر ځای، په هر ولايت، هره ولسوالۍ او هر ښار کې. دا ليسې ښايي د دولت په لګښت جوړې شي او وړيا ځوانان اونجونې ومني. آن چې دا ليسې باید لیلیې ولري چې د لرو پرتو سیمو ځوانانو په کې ژوند وکړي او موږ بالاخره د يوه مسلکي او رغوونکي نسل د روزلو شاهدان اوسو.
دا ښوونځي ولې د سولې په نامه ؟
ځوانان له وزګارتيا، بې وزلۍ، رواني فشارونو، ورک برخليک او پر راتلونکي د نه اعتماد له لاسه جګړو ته مخه کوي، دلته نو هر څه ورک دي، ټوله تشه! نو يوازينی انتخاب ټوپک او سنګر دی، موږ د سولې ښوونځي تړلي او د جګړې سنګرونه مو پرانيستلي دي، تاسووواياست ځوانان چېرته ولاړ شي؟
دا ځوانان، چې د سولې ښوونځيو ته راځي له روږدیدو ( اعتياد) جناياتو اواخلاقي ښوېیدنو څخه هم ژغورل کېږي.
تر هر څه مهم دا چې، داسې ښوونځي پر حکومتونو د خلکو اعتماد او باور هم رامنځ ته کولای شي. که د لرې پرتې سیمې يو ځوان بستره پر اوږه داسې ښوونځي ته روان وي، لومړی څه چې پر زړه ور ګرځي همدا ده، چې : والله بچی یې لوی کړې، دغه دی حکومت زما د زده کړې، راتلونکې او ګټې غم خوري، نو « که دی که نه دی، لکه پلار و مور مهربانه دی پاچا».
يوه بله ښېګڼه :
له تېرو څو کلونو راهيسې موږ شاهدان يو، چې په زرګونوځوانان پر ښوونځيو د کم اعتمادۍ له امله ښوونځي ته نه ځي، ځکه هر کال په لسګونوزره ځوانان له ښوونځيو څخه وځي، خو په پوهنتونو کې ځای نه وي، يوازې د لوړو نومرو ګټونکي پوهنځيو ته ځي اونورپه حسرت ورته ګوري، بې سرنوشته ځوانانو ته بل ځای نه شته، د سولې مسلکي ښوونځي کولای شي ټول ځوانان، ولو که په نظري اوتيوريکو زده کړو کې ډېر با استعداده نه وي هم، ومني د حرفې او مسلک، تخنيک اوتولید زده کوونکي دې ته اړتيا نه لري چې ډېرې پاڼې واړوي را واړوي او فورمولونه حافظې ته وسپاري، دی باید خپلې ګوتې له ماشين او پلاس سره بلدې کړي، دا مو نه دي اوریدلي چې : « دهقاني هنر دارد، کتاب نيست که پر پر بخواني».
موږ ټولو هغو ځوانانو ته د زده کړې مراکز جوړولای شو، چې د ښوونځيو درسونه ورڅخه پاتې وي او يا هم د لوړو زده کړو موسساتو ته نه شي تلای. حرفوي ښوونځيو ته د منلو معيار ښايي له کار اوتولید سره مينه او علاقه وي نه د فورمولونو اوتيوريو حفظ کول.
درېیمه لاره :
په روسیه کې يو شمېر افغانان راټول شوي وو، له ما یې وپوښتل چې دوی او په نړۍ کې نور تيت و پرک افغانان چې په لاس او وس کې یې د مرستې څه شته څنګه کولای شي خپل وطن او خلکو ته ګټه ورسوي ؟ ما ورته د همداسې ښوونځيو د جوړولو او تمویل وړاندیز وکړ، عجیبه وه چې له دې فکر سره یې علاقه وښوده او زه ایله پوه شوم ،چې دداسې ښوونځيو پلويان ډېر دي. نو درېیمه لاره به داوي چې :
۱ـ د سولې د ښوونځيو پېژندنه او جوړونه عملاً پېل شي او په دې برخه کې يو لوی شمېر افغان ځوانان او پیغلې بوخت کړای شي.
۲ـ افغان لوری ښايي بهرنيانو ته قناعت ورکړي چې خپلې پېسې په ((جندربېلانس))، د ښځو د زیږون زده کړې، فېشن شو، او د بشري حقونو په اړه تش په نامه او بې فایدې ورکشاپونو باندې ونه لګوي او پر ځای یې ددغسې ښوونځيو جوړول پېل کړي. بهر ته استول شوي محصلان باید هلته په همدې برخو کې زده کړو او تخصص اخيستلو ته وهڅول شي، چې همدوی بيا په داسې ښوونځيو کې د متخصصوښوونکو په توګه کار وکړي.
۳ـ حکومت، مرستندویه ټولنې او نړيوال باید ددې چارې د عملي کولو لپاره ګډ کار وکړي او دعملي کولو لپاره یې باید له افغانستان سره له مرستو څخه يوه برخه ورته بېله شي.
۴ـ د داسې ښوونځيو داهميت، ارزښت او ونډې په اړه باید په ولس کې د عامه پوهاوي پروګرامونه عملي شي چې ډېر ژر په میليونونو افغانان دې ښوونځيو ته ورننوځي.
۵ـ تر ټولو مهمه دا چې د لومړۍ دورې تر فارغیدو پورې ښايي حکومت ددغو فارغانو د بوختيا اوکار موندنې غم هم وخوري.
د ویښتيا پړاو يوه اساسي برخه د افغان انسان لپاره د کار موندنې او اوږد مهاله بوختيا زمينه برابرول دي، د افغان انسان له بشري ځواک څخه ښايي په تولیدي برخه کې کار واخيستل شي او د کار اوتولید د دنيامیزم معادله ښايي په معقوله بڼه د افغانستان اقتصادي بنسټ رامنځ ته کړي.
د سولې ښوونځي د جګړې سنګرونه تړلای شي!