
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غويي۹مه) اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په یوه تحلیلي مطلب کې راغلي د پښتون ژغورنې د غورځنګ او مشر منظور پښتین مبارزې په اړه بحث شوی دی.
ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په پښتون اقلیت کې د یو ځواک په توګه راوټوکېد، په لنډه موده کې پښتانه د هغه څه په وړاندې چې د پوځ له خوا د پښتنو د بې محاکمو وژنو په ګډون، د بشري حقونو ترپښو لاندې کول بلل شوي، یوموټی کړل.
دې غورځنګ د خپلوملاتړ کووونکو پر مټ په پلازمېنه اسلام آباد سربیره پخ کوټه، پېښور او نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم پراخې غونډې وکړي.
د اسوشېټېډ پرېس په حواله، پښتین پر پوځ تور لګوي چې د ترورېزم پرضد د جګړې په نوم او په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې له پښتنو سره تبعیضي چلند کوي.
ویل شوي، داغورځنګ وروسته له هغه پیل شو چې پولیسو په جنورۍ میاشت کې ۲۷ کلن ځوان نقیب الله محسود چې ماډلنګ یې کاوه، په کراچۍ کې په ډزو وواژه.
د ښاغلي پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په څو اوونیو کې له یوې کوچنۍ ډلې څخه په پراخ غورځنګ بدل شو او لسګونه زره پښتنو یې په غونډو کې ګډون وکړ.
د یاد پرېس په تحلبل؛ منظور پښتین له خپلې سرې خولۍ سره یو بېساری رهبر ښکاري.