وروڼه

لویه ښيښه‌يي دروازه یې بنده کړه، سلام یې وکړ، چوکۍ یې سمه کړه، کېناست، د څنګلو وروستي هډوکي یې پر مېز تکیه کړل، نرۍ ګوتې یې پر وېښتو کې بندې کړې، د عینکو له پلاستیکي ښيښو د کمپیوتر تورې صفحې ته ځیر شو، چورت یې ونیو:

ـــ پوره دوه میاشتې تېرې شوې، چې زنګ نه دی راته کړی!

د ناجو لویه ونه په ملا کږه شوه، د لوړ غره ګڼ کورونه په ورېځو کې پټ شول، شېبه پس د باران څو غټ څاڅکي د باد له کښا سره د دفتر له لویې کړکۍ راننوتل....

ځوان ورمېږ کوږ کړ، کړکۍ ته یې وکتل، د تېز باران څاڅکي د مخامخ کور پر تخت‌بام یوه خوا- بل خوا ځغلېدل. سر یې وځړېد، د مېز له پلې یې ژېړ پټو راوویست، تر ځان یې تاو کړ، پاڅېد، د کړکۍ تر ښیښې یې وکتل، پر سیمنټي کوڅه کې خړې اوبه روانې وې....

څو شېبې یې د تېز باران ننداره وکړه، بیا یې شاته وکتل، دوه کلن بوټ یې د دفتر پر ښوی غولی کش کړ او د خپل مېز خواته په‌ ګډ‌و- وډو ګامونو روان شو....

د ځوان زړه ډېر ډک و، غوښتل یې د خپل دوه‌ویشتم کال لومړۍ ورځې په پرله‌پسې چیغو ونمانځي؛ خو د همکارانو شتون د اوښکو تویولو ته نه پرېښود. اخر یې پرېکړه وکړه، چې د خپل ستړي ژوند یوه کوچینۍ برخه په داسې انځورونو کې وړاندې کړي، چې د سپړلو پر وخت یې هر سېمبول سلګونه ماناوې ولري. ژېړ پټو یې له اوږې وښویېد، لاسونه یې وغځول، پر غټ کیبورډ یې ډنګرې ګوتې کيښودې، شنه ګوتمۍ یې د ګروپ سپینې رڼا ته ځلېده....

ــــ د څو داسې انسانانو بېلتون، چې په عدم کې د یوه سړي په ملا کې یو ځای ښکته- پورته کېدل او دې زوالي جهان ته له راتګ مخکې به هره شېبه له یو- بل سره غاړه- غړۍ وو؛ خو په دې خاورینه نړۍ کې له بشپړ تجسم کېدو وروسته، د یو بل پر وړاندې د هابېل او قابېل تر چلنده رسي... دا لړۍ لا هم روانه ده او د یوې شریکې وینې سپېڅلي څاڅکي د ناقص محبت د ترلاسي په پار، د ژوند په بازار کې، پرنډ- پرنډ خرڅېږي....

ځوان وروستۍ جمله بشپړه کړه، د ماوس په کرسر یې د ورډ پاڼه د خاطرو به په پولډر کې واچوله، پاڅېد، لویې کړکۍ ته ودرېد، پلاستیکي عینکې یې له سترګو ټیټې کړې، غلي یې وویل:

ــــ دا بالکل دروغ ده، چې انسانان سره وروڼه دي. 
پای