په جنوبي وزیرستان کې ۴ مزدوران وژل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۸مه) د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې نامعلومو وسله والو ددې ایجنسۍ په لدها سیمه کې۴ مزدوران په ډزو وژلي دي.
 
پاکستاني رسنۍ په حواله، دا پېښه نن سهار رامنځته شوې، بریدګر تر برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
 
د جنوبي وزیرستان ځايي حکومتي مسوولینو په خبره، امنیتي سرتېري تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او تحقیقات روان دي.
 
د راپورنو له مخې، په دغو قبایلي سیمو کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.