ماشومې جينۍ د هوټل له کړکۍ څخه بې کوره سوالګر ته متوجې شوه...

ماشومې جينۍ د هوټل له کړکۍ څخه بې کوره سوالګر ته متوجې شوه...
ډاکټر نجيب ويال
د (اېډي) اته کلنه لور (ايلا) ډېره سخي، مهربانه او زړه سوانده وه. يوه ورځ پلار او لور د ډوډۍ خوړلو لپاره يو رستورانټ ته لاړ. کله چې د ډوډۍ مېز ته ډوډۍ راوړل شوه، نو د ايلا فکر د هغه بې کوره او سوالګر سپين وېښته سړي په خوا شو، چې د رسټورانټ له کړکۍ بيرون ناست وو.

ايلا د ډوډۍ له ميز څخه پورته شوه، له خپل پلار يې اجازه واخېسته، چې کولی شي، ترڅو خپله برخه ډوډۍ هغه بې کوره سوالګري ته ورکړي؟

ايلا را پورته شوه، خپله برخه ډوډۍ يې له ځان سره واخېسته او له هوټل څخه بيرون شوه. د ايلا پلار خپل کمره را واخېسته او د خپلې لورې سخاوتمنده کړنې يې ثبت کړې.

نوموړې د خپلې کاشوغې او د خوراک د چاړې په شمول خپله ډوډۍ غريب سوالګر ته ورکړه. سوالګري په حيرانيتا سره ايلا ته وکتل، خانده يې وکړه او ډوډۍ يې له ځان سره واخېسته. سوالګرې په داسې يوې وږې طريقې سره ډوډۍ وخوړله، ته وا، چې څو اونۍ يې هېڅ ډوډۍ نه ده خوړلي.

ايلا بېرته د راستورانټ داخل ته راغله او د پلار ترڅنګ کېناسته. پلار يې له لور څخه پوښتنه وکړه، چې ولې يې خپله برخه ډوډۍ هغه بېچاره کس ته ورکړه؟

ايلا خپل پلار ته وويل، "هغه سړي دومره اړ ښکاري چې هغه څه چې ما ورکړل له هغې ډېر نور څه ته اړتيا لري. هغه سړی کور نه لري، هغه پيسې نه لري او هغه د خوراک لپاره څه نه لري، خو زه ډېر څه لرم."

پلار يې ايلا ته وويل، "ايلا! تا په زړه پورې چاره تر سره کړه. تا د هغه کس ورځ ورجوړه کړه." پلار يې خپله لور په غېږ کې ونېوله. د ايلا پلار دوه ورځې وروسته رېکارډ شوې ويديو نېټ ته پورته کړه. په کم وخت کې دغه وېډيو شهرت ته ورسېده او مشهورو ټلويزوني چينلونه له ايلا او پلار سره يې د نوموړې د سخاوت او مهربانۍ په اړه مرکې وکړې.

د (روزېني) په نوم يوې ښځې د ايلا پلار ته زنګ وکړ. روزېنه احساساتو نېولې وه او له اوښکو په ډکو سترګو يې وويل، "هغه سوالګر او بې کوره سړی زما ورور دی. هغې شپږ مياشتې وړاندې خپل کور پرېښودلی دی، (ډېوېډ) يې نوم دی او ۷۲ کاله عمر لري او د عصبي کډوډيو څخه زوريږي."
 
روزېني په انټرنېټ کې هغه ويډيو کتله، چې کوچنۍ ايلا د روزېني ورور ډېوېډ ته ډوډۍ ورکوي او مرسته ورسره کوي. د ايلا پلار هڅې پيل کړې، ترڅو روزېني له خپل ورور ډېوېډ سره په اړيکه کې کړي.

مهربانۍ او زړه سوی هغه رڼا ده، چې د زړونو، کورنيو، ملتونو او روحونو ترمنځ ټول ديوالونه له منځه وړي. ځيني وخت د مهربانۍ او زړه سوي يوه کوچنۍ چاره د بل اړ کس ټول ژوند بدلولی شي.