
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۸مه) راپورونه وايي، چې له امریکا سره په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د القاعدې ډلې د د مشر وژلو لپاره مرسته کوونکی یو نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د امریکایي چورلکو له خوا د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو.
له امریکا د بن لادن وژلو په برخه کې اپریدی چې د طب ډاکټر و؛ مرسته کړې وه.
ویل شويو چې شکیل افريدي په دروغو د واکسین په یوه پروګرام کې برخه اخیستې وه، ترڅو د اسامه د کور وموندي.
وروسته افریدی د پاکستان له لوري په ۲۰۱۲ ز کال کې ونیول شو او محکمې ورته د ۳۳ کلونو بند سزا واوروله چې د امریکا فشار له امله لس کاله راکمه شوه.
معلوماتو له مخې، نوموړی د پېښور په مرکزي زندان کې د امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کېده.
اوس ویلي شوي، چې هغه د امریکا په غوښتنه یوه نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
په دې باندې د افریدي کورنۍ هم اعتراف کړی دی.