
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غويي۸مه) په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پرلتونو وروسته د دغه هېواد پوځ په قبایلي سیمه مومند اېجنسۍ کې خپلې ځینې پوستې تړلې دي.
د راپورونو پر بنسټ هلته پاکستاني پوځ پر خپلو پوستو ولکه ځايي امنیتي ادارو ته سپارلې.
هلته د مومند ایجنسۍ یو مسوول کس ښاغلي توصیف ویلي، د مومند ایجنسۍ له یکه غونډه تر محمد ګړ سیمې ۱۷ امنیتي پوستې وې چې په دې کې ۹ ختم شوې دي.
باور دا دی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هلو ځلو او د راتلونکې ټاکنو لپاره ضرورت دی، چې پوځ دلته پوستې ختمې کړي.
معلوماتو له مخې، له وړاندې پوځ په دېر ولسوالۍ کې هم ورته ګام پورته کړی و.