په پاکستان کې هندوان خپلې مړي د سوځېدو پرځای خاورو ته سپاري

روهي (نۍ/۸ د غوايي)، د پاکستان په ديره اسماعيل خان کې يو مړستون (هديره) چې ۹۰۰ کاله تاريخي شتون لري، چې د بیلا بيلو ډلو مذهبونو وژل شوي او مړه شوي کسان په کې خاورو ته سپارل کيږي.

د پاکستان په دير اسماعيل خان کې هندوان وايي، چې ژوند يې غريب دی، دوی توان نه لري چې د خپلو مړو لپاره د سوځېدو ځای جوړ کړي، نو اړ دي چې په هديره کې خپل مړي خاور ته وسپاري. دغه هندوان ادعا کوي چې څو ځلې يې د پاکستان حکومت ته وړانديز کړی چې د مړو د سوځېدو يو ځانګړی ځای ورته جوړ کړي، خو تر اوس ورسره په دې برخه کې هکماري نه ده شوي.

د کيشوري کمار په نوم يو هندو بي بي سي ته ويلي، چې له کالونو راهيسې خپل خپلوان په دغه هديره کې خاورو ته سپاري، ځکه دوی داسې کوم ځای نه لري، چې خپل مړي په کې وسوځوي او د سوځېدو يو ځای لري، چې د يوې ورځې مزل په واټن لېرې دی.

دغه هندوان دسيمې له مسلمانانو څخه خوښ دي، چې په هديره کې د هندوان د دفن په اړه ورسره همکاري کوي او مخه يې نه نيسي.

په ديره اسماعيل خان کې دغه ۹۰۰ کلنه زړه هديره پرته له هندوانو، ځانمرګي بريدګر، په چاودنو کې وژل شوي قربانيان او د سک مذهب مړي هم په خپله غيږ کې مني.