
د هېواد د اوسني كړكيچ څخه د وتلو لار
د لوی خدای په نامه
دکتور محمد امين واکمن
درنو ملګرو او هيواد والو.
خوشحاله یم په داسې درنه غونډه کې برخه اخلم چې زمونږ یو شمیر ملگری او هیواد وال په کې برخه لری .
افغانستان په تیرو دیرشو کلونو کې له یولړ سختو جنجالونو سره مخامخ شوی دی. يوه ډله غدارانو د داوٌد په دوران كې د پاكستان په وسلواو پېسو د افغانستان په ورانولو او بربادولو باندې پېل كړی وو او د کمونستانود خونړی کودتا په نتیجه کې افغانستان له درانه ملی، تاریخی، کلتوری او سیاسی کړکیجونو سره مخامخ شو چې په نتیجه کې موږ ملی استقلال له لاسه ورکړاو دخارجی امپریالزم سره جنگ پیل شو چې په نتیجه کې زمونږ یو نیم ملیون هیوادوال شهیدان شول او پنځه ملیونه نور مهاجرت ته مجبور شول .
له هغه وروسته بیا یوشمیر هیواد پلورونکو ته د خارجی بادارانو په مرسته چې په سر كې يې پاكستان و قدرت وسپارل شو اوپه هیواد باندې مسلط کړی شول چې هغوی هم له کمونستانو نه په هیواد والو باندې کم ظلم او تیری ونه کړ. یو شمیر خلک ېی شهیدان کړل، ظلمونه، شکنجی،قومی، سمتی اونژادی تعصاباتو ته لمن ووهل شوه او بیځایه دښمني راپیدا کړی شوه. دوی دومره جابرانه کارونه وکړل چې نمونه ېی په تاریخ کې کمه لیدل شوې ده ٠ له هغه وروسته بیا طالبان په هیواد مسلط شول چې په نسبې ډول ېی سوله را وسته خوهغوی ټولنه دارتجاع لورې ته بوتله او بې له امنیت نه نور هر څه په ټپه ولاړ وه. او د هېواد ټولې چارې د ای اېس ای په لاس وې لكه چې افغانستان د پنجابيانو يوه بله سوبه شوې وي٠
له هغه وروسته بین الملی تروزم سره ددوی د ملاتړ په بهانه امریکایانو په افغانستان حمله وکړه او بیا ېی د هیوادچارې د شمال اتحاد ته وسپارلې٠ له هغوی سره یو شمیر خلک چې په غرب کې ېی درس لوستی وه یو داسې ګډ حکومت جوړ کړ چې د قدرت اساسی برخه په کې د شمال د اتحاد سره وه. اساسی قانون او یولړنورقوانین جوړ شول چې ځینی یی ګټور اویو شمیر ېی دهیواد د ګټو مخالف وه٠ رهبری د نا اهلو خلکو لاسونوته ورغله . دوی خپلوګټو او ناوړه استفادو ته لاره خلاصه کړه٠ په افغانستان کې رشوت، قاچاق، ظلم، بې عدالتی او جنايات زیات شول٠ په انتخاباتو کې هم لاس وهنی وشوې او د ولسواكۍ ځای بیعدالتۍ او ولس ځورونې ونیو٠ هغو غدارانواو جنايت كارانو چې په افغانستان کې ېی زیات ظلونه او جنايتونه کړی وو هغوی دپارلمان له خوا معاف شول او كرزي هم د ټولو نړۍ والو انساني قوانيونو په خلاف هغه قانون ومانه او لاسيك يې كړ، چې تارېخ به هغه په تورو ناوړو حروفو وغندی٠
خبرې ډیری خو د مطلب خبرې دادي:
١.خاینان معاف کیدلی نه شی او ټول هغه جنايت كاران او غدران چې دهیواد دگټوپه مخالفت ېی کار کړی وي هغوی باید عادلانه محاکمه شی٠
٢. د افغاستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې دې د پاکستان او ایران دمداخلو مخه ونیول شی. او د نړۍ والې ترهرګرۍ ځالې چې په دغه هېوادونو كې دي او نړۍ واله ټولنه دې د دغو اډو په ويجاړولو كې جدي اقدامات وكړي٠ تر څو په افغانستان كې پوره سوله راشي او نړۍ هم ترې په كراره شي٠
٣. افغانستان سره دې پرمختيايي مرستې وشي په دې چې د افغانستان لوی مشکل اقتصادی او ا جتماعی بیرته پاتی کیدل دی٠
افغانستان ته دې دمارشال دپلان په څیر یو جامع اقتصادی پلان جوړ شی اودا پلان دې ديوه صالح، ولسي او ملي حكومت لخوا پلی شي ٠ او دا حكومت دې د ولس لخوا په يوه سياسي ځواك جوړ شي٠
ددې کار له پاره د یوې داسې ريښتينې ملی جبهی ته ضرورت دی چې په کې کار پوه،صادق او د ښې تېرې سياسي ګوندونو او ټېمونو خلک برخه ولري٠ نو د دې كار نوښت به زموږ ګوند افغان ملت په واك كې واخلي چې ډېرو نورو ګوندونو او د ولس خلكو زموږ څخه داسې غوښتنې هم كړي دي٠
د تاریخ په دې حساسه مرحله کې مونږ په زغرده وایو چې غواړو چې زموږ گوند داسې يو ملي او تارېخي نوښت په لاس كې واخلي چې ګران هېواد افغانستان له دې كړكېچ څخه وژغوري او د سوكالۍ خوا ته يې بوځي٠
نو لومړی ګام به موږ د خپل ګوند له دننه څخه پېل كوو٠
د ا د وياړ ځای دی چې افغان ټولنپال ولسواك ګوند له خپلو اصولو سره چې ۴۵ كاله پخوا د هېواد او ولس د چوپړ لپاره ټاكل شوي وه تر اوسه پرې كلك ولاړ دي٠ او د همدې سپېڅلو اهدافو او اصولو بركت دی چې نن ان په برېتانيا كې د افغان ملت ګوند جرګه د ولس او هېواد خد مت لپاره جوړه شوې او نن تاسو ډېری افغانان د همدې جرګې غړي دلته د همدې پرتمينې غونډې ګډون كوونكي ياست٠ زه ستاسو په مبارزو او د خپل ولس او هېواد په خدمت وياړم٠
څرنګه چې د هېواد راتلونكې ستاسو په لاس كې ده نو زه له تاسو څخه هېله لرم چې تاسو خپل ټول ګوندې كارونه د ګوند د كړنلارې او تګلارې سره سم پر مخ بوځئ٠ او دا هم ښكاره خبره ده چې افغان ملت ګوند په خپل ټول سياسي ژوندانه كې په خپل ولس تكيه كړي او نن هم د ګوند سترګې ستاسو خواته دي نو هيله ده چې يوه ورځ تاسو دا وياړ په غاړ ه واخلئ او د ګوند يوه ښه سياسي، مالي او لابي سرچينه وګرځئ٠ او تل دا كوښښ وكړئ چې نوي ځوانان د ګوند ليكو ته راولئ او كه دا ځوانان د نړۍ په هر ګوټ كې هم وي٠
خو له يوه واقعيت څخه بايده سترګې پټې نه كړوچې يو شمېر تنګ نظره ګوندې غړي د دې پر ځای چې د ګوند د پرمختګ او انسجام لپاره كار وكړي، د ګوندي اساساتو د له مينځه تلو په لټه كې دي٠
او د هغو افغان ملتيانو شهادتونو او قربانيو ته نه ګوري چې ځانونه يې د دې ګوند د اصولو لپاره قربان كړي دي٠ زه دغو د ګوتو په شمېر كسانو ته په ډاګه وايم چې زموږ ګوندې سپېڅلي اصول به پر ځای پاتې وي او هېڅ څوك د هغو د بدلون او شخصي ګټې پورته كولو حق نه لري٠
په ډېره خواشېنۍ سره بايد دا په ډاګه كړم چې يو شمېر نا اهله كسانو په دې څو تېرو كلونو كې د ګوند سټه د خپلو شخصي ګټو او د نورو د سياسي لوبو لپاره په ناوړه ډول استعمال كړله٠
او موږ او تاسو ټول شاهدان يو چې هم ګوند او هم ولس او هېواد ته ډېر تاوان ورسيده٠
نو ځكه موږ بله لاره نلرو پرته له دې چې يو ځل بيا د ګوند په سپېڅلو اصولو منګولې ټېنګې كړو او په خپلو ګوندي ملګرو او په ځانګړې توګه په ځوانانو د بياپه غورځنګ راتلو غږ وكړو٠ موږ دا خپل تاريخي مسوليت ګڼو چې د ګوند بيا جوړونې او دنوښت اخيستنې جوګه كيدو لپاره ، د ګوند لويه غونډه يا كنګره را وبولو٠ تر څو زموږ وياړلی ګوند خپل تاريخي رسالت سر ته ورسوي او په يوه نغري د افغان ولس د راټولولو جوګه شي٠
ژوندی دې وي افغانستان
تل دې وي جمهوريت
بريالی دې وي زموږ غورځنګ
لندن، برېتانيا، د جون ۲۳مه ۲۰۱۰ كال