
روهي (جمعه/۷ د غوايي)، د راپورونو له مخې د چين په یویاین ولايت کې يو ناپېژنده کس د چاړې په وسيله، د ښوونځي ۷ کم عمره زده کوونکي وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي.
په خبر کې ويلي، هغه وخت چې په یویاین ولايت کې له يو ښوونځي څخه ماشومان رخصت شول او د خپلو کورونو په لور روان وو، ناپېژند کس پرې بريد وکړ، ۷ ماشومان يې ووژل او ۱۲ يې ټپيان کړل.
د پېښې علت تر اوسه نه دی څرګند شوی او ټپيان زده کوونکي روغتونونو ته لېږل شوي دي، چې د ځينو وضعيت يې سخت ښودل شوی دی.
له دې وړاندې څو ځلې په امريکا کې هم د ښوونځيو په زده کوونکو د چاړو او وسلو په وسيله بريدونه شوي وو، چې مرګ - ژوبلې يې هم درلودلې.