د ثور انقلاب په خلقیانو وتپل شو

د هر سیاسي ګوند دپاره د سیاسي واک تر لاسه کول یوه بنسټیزه مسله ده، چې د مختلفو لارو چارو څخه یې د لاسته راوړلو په لټه کې وي. د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند هم په ټولنه کې د پخوا څخه خپلې ترتیب کړې تګلارې د پلې کېدو په غرض د سیاسي واک دلاسته راوړلو په فکر کې وه، خو په هغه وخت او شرایطو کې لا د ټولنیز سیاسي انقلاب په فکر کې هیڅ نه ؤ، یعنې دا چې د ۱۳۵۷ کال دغوایئ داومې نېټې انقلاب په خلقیانو باندې وتپل شو. په څه ډول او د چا له خوا پرې وتپل شو، خپل نظر په لنډه توګه وړاندې کوم.

د ثور انقلاب په خلقیانو باندې د پخواني شوروي اتحاد او پرچمیانو له خوا د دسیسو له لارې او د محمد داود خان د ناسنجول شوي او بې انډوله عمل په وجه وتپل شو. هغه په دې ډول چې:
۱- پخواني شوروي اتحاد ته د محمد داودخان د جنجالي سفر وروسته، هغه د یوې خوا یو لوي شمېر پرچمیان چې هم یې د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په کودتا کې او هم یې په حکومت کې پراخ ګډون درلود (اته وزیران، ۱۷ والیان، ۱۱۷ ولسوالان)، د واکونو څخه ګوښه کړل او د بلې خوا یې مخ د شوروي څخه د لویدیځ، سعودي عرب، پاکستان لورې ته واړوه او دهغوې سره یې د اړېکو د پراخولو هڅې پیل کړې. دغه دواړه کړنې شوروي ته د زغم وړ نه وې او د غچ اخېستنې په لټه کې شو. شورویانو د افغانستان د خلکو د موکراتیک ګوند دوو ډلو ته (خلق او پرچم )، چې دغه وخت سره جلا او یو د بل ضد یې تېزه مبارزه کوله د یووالي دستور ورکړ. د خلق او پرچم ډلو د یووالي هڅې ظاهراً د یو بې طرفه او خیرغوښتونکي خو په واقعیت کې دپرچم پټ غړي شامحمد دوست (د شوروي په پوځې تېري سره سمد ستي د بهرنیو چارو وزیر او د ګوند د مرکزي کمېټې غړی شو) په منځګړیتوب دنورمحمد تره کي او ببرک کارمل د لیدنو - کتنو په بر ابرولو سره پیل او په ا صطلاح د ګوندي کنفرانس (د دغه کنفرانس غړي هیڅکله د یو چت لاندې نه ؤراټول شوي ) له لارې سرته ورسید. د خلقي اړخ ډېر زیات کدرونه او په تېره بیا حفیظ اله امین په دغه یووالي خوښ نه ؤ، په دې چې د یوې خوا د پنځوس پنځوس سلنې له مخې د تشکیلاتو په جوړونه سلا عادلانه نه وه، ځکه چې پرچم اړخ د کمیت له پلوه د خلقي اړخ درېيمه برخه لا هم نه ؤ. د بلې خوا د پرچم په کړنو، موخو او ریښتینولۍ هم شکمن وو. په همدغه وجه په وسله وال پوځ کې پوځي خلقیان د پرچم اړخ د ګوندیانو سره په سازماني او تشکیلاتي برخو کې یو ځای نه شول. د پرچم ډلې مشر ببرک کارمل د دغه یووالي په هکله د ګوند دجوړېدو شپا ړلسمې کلېزې نمانځن غونډه کې داسې ویلي ((.....د یووالي کنفرانس (د ۱۳۵۶ کال دچنګاښ دولسمه) چې دهغه مهم او بنسټیز اصل د وسله وال پا څون سرته رسول او د داود دیکتاتور رژیم نسکورولو ضرورت ؤ، کامیابئ ته ورسید.....)) ۱ .

همدا رنګه دغو ته ورته څرګندوني د داودخان د واکمنۍ د نسکورولو په اړوند کارمل د شوروي په سفارت کې افغان ژورنالست شازمان ورېځ ستانزي ته کړې وې .کارمل دغه ژور نالست ته وایي ((هغه وخت رارسېدلی دی چې دغدار نادرد کرغېړنې کورنۍ زوړ نظا م رانسکور شي. شازمان ورڅخه پوښتنه کوي چې ملګری کارمل څه وخت؟ کارمل وایي صبر وکړه په دې میاشت کې یا وروسته.))۲

د ګوند د یووالي د موخو په اړوند او د شوروي سفارت کې افغان ژور نالست ته د کارمل د دغو څرګندونو څخه ښکاره په ډاګه کېږي چې پرچم اړخ د شوروي ملاتړ په محاسبه په ګډه دمحمد داودخان څخه د غچ اخېستنې پلان درلود. خو خلقي اړخ بیا څه د ګوندي یووالي په شرایطواو څه هم د دغه یووالي څخه مخکې وختونو کې نه یوازې دا چې د داودخان په ضد د کوم عمل پلان نه درلود، بلکې خلقیانو ته داسې لارښونه شوې وه چې که څوک د محمد داود خان د پرزولو په لټه کې شي، نو خلقیان به د ده د دولت څخه دفاع کوي، اوکه د داودخان د حکومت له خوا په ګوند برید وشي، نو ګوند به دځان څخه دفاع کوي. د پرچم اړخ نه یواځې د خپل مشر ببرک کارمل په پورتنیو څرګندونو منکر او سترګې پټوي، بلکې دا تبلیغات هم کوي چې ګواکې مونږ خو د داودخان ضد نه ؤ او انقلاب مو هم نه غوښته، په داسې حال کې چې دشوروي په مټ دیارلس کاله د همدغه انقلاب د سیاسي واک په ګدۍ کښېنول شوي ؤ او مشري یې کوله.
 
۲- د یو کړی شوي یا واحد ګوند د خلقي اړخ څخه حفیظ اله امین او د پرچمې اړخ څخه میر اکبر خیبر د ببرک کارمل لوی سیاسي سیالان او د هغه د ماجراو مخه ډبکونکي وو، همدا رنکه هغوې دواړه د ملي توب (نا سیونا لېزم) په وجه د شورویانو د پاره د زغم او منلو وړ نه وو. په همدغه سبب هغوې دواړه د کارمل او شوروي څارګر دوزخي سازمان ک جې بې د غشي اصلي نښه وو.

د ګوند او سیاسي ډګر څخه د دغو دواړو ملت پالو د لرې کولو څخه د شورویانو او ببرک کارمل موخه دا وه چې کارمل په دغه ګوند او سیاست په ډګر کې مرکزي او اصلي لوبغاړی وي. حفیظ اله امین چې د ګوند پوځي برخه خلقیان یې د پرچم ډلې سره یو ځا ی کړي نه ؤ، د کارملیانو او کنجه کیانو (غلام دستګیر پنجشیري، زیري، میثاق ...) له خوا نوموړي ته د محمد داود دکابینې د پلان وزیرعلی احمد خرم په وژنه کې (د هغه وخت دولت رسمي دریځ دا، چې نوموړی وزیر د بڼسټپالوډلو له خوا وژل شویدي.) د لاس لرلو توطیه جوړه او هغه یې د ګوند څخه ایسته. په همدغه شپو ورځو کې د شوروي کې جې بې او ببرک کارمل په ګډې دسیسې سره میراکبر خیبر هم ووژل (ترور) شو. د خیبر په جنازه کې دګوند له خوا د وخت دولت ته دځواک ښکاره کونې او کارمل له خوا دپارونکې او ګواښونکې وینا په وجه د داودخان په امر د حکومت له خوا د افغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند د مشر تابه یو شمېر غړي زنداني او هم مهاله دسختو ګوزارونو او دمرګ ګواښنې پراخ تبلیغات هم ورسره پیل شول. په دغه حالاتو کې د ګوند څخه د حفیظ اله امین د ایستلو خبره پاتې او پلې نه شوه. د یادونې وړ ده چې د کوند غړوته د ورته پېښو په تېره بیا د ګوند د مشرتابه زنداني کېدنې او ژوند ته ګواښ په صورت کې، د هفوي د ژغورنې په خاطر لا په خوا داغېزمن ګام پورته کولو لار ښوونه شوې وه. ارواښاد حفیظ الله امین هم د همغه لارښوونې په بنسټ د انقلاب قومانده ورکړه ،چې په پایله کې د محمد داودخان نظام ړنګ او د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په مشرۍ د افغانستان د خلکو دموکرا تیک نظام منځته راغی. د پام وړ دا هم ده چې پرچمي اړخ هم په دې خبر ؤ چې د ګوند په مشرتابه د برید په صورت کې باید ګوندي پوځیان لاس په کار شي، چې نه شول. د پرچم د مشرتابه مهم کس سلطان علي کشتمند لیکي ((د ګوند د مرکزي کمېټې دارالانشاء د غړو په توګه د نورمحمد تره کي، ببرک کارمل، نوراحمد نور او شاولي تر منځ پخوا مشوره شوې وه، چې که چېرته د محمد داود رژیم د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په ضد سرکوبونکو کړنو ته لاس کړي او مشران یې ورته بندیان کړي، نو باید په ګوند پورې اړوند پوځیان په پوځي پاڅون لاس پورې کړي))۳.

په عمل کې د پرچم اړخ د پوځي څانګې مسول نوراحمد نور چې بندي شوی هم نه ؤ، د پرچم پوځي برخي ته د پاڅون دستور ورنه کړ. په همدغه وجه پرچمي پوځیان د انقلاب د ورځې تر ناوخته پورې د دولتي واکمنۍ په دفاع کې ولاړ وو.

څرنګه چې پېښو د شوروي او کارمل د ارادې او پلان سره سمه وده ونه موندله، یعنې دا چې که څه هم میراکبر خیبر ووژل شو، خو د منځته راغلي حالت په وجه حفیظ اله امین نه یوازې دا چې د ګوند څخه ونه ایستل شو، بلکې دانقلاب دقوماندې او لارښوونې ویا ړ یې هم په برخه شو.د پېښو د دغه ډول پرمختیا څخه هم شورویان او هم کارملیان ناراضه او خوښ نه وو، ځکه خو شوروي سیاسي او څارګرې ادارې، کارملیانو او آن ځینو خلقي کړیو د انقلاب د پيل په درشل او هم بیا وروسته دخلقي واکمنۍ د ناکامولو د پاره په ګډه د هيڅ ډول توطیو او دسیسو څخه ډ ډه ونه کړه. د وطن پلورنې او ملي خیا نت تر کچې مخته ولاړل، او دشوروي یرغلګرو لښکروسره ګډ د هغوي په شوبلو (ټانکونو)سواره د مریانو په توګه هېواد ته رادننه کړی شول، او دګوډاګیانو په څېر د سیاسي واک په ګدۍ کښېنول شول.

په دې توګه د ثور انقلاب په اقدام کې د هر لورې انګېزې مختلفې وې. د خلقیانو د پاره انګېزه ځان ژغورنه او ژوندي پاتې کېدل ؤ، پرچم او شورویانو دپاره انګېزه د داودخان څخه غچ اخېستنه او واکمني ختمول، د شوروي ګټو تامینول او د کارمل مشرئ ته رسول وو.

په درناوي

۱—سا لنامه افغانستان شماره های ۴۵ و۴۶ صفحه ۵۷۹( دغرزي لایق د فیسبوک څخه ۱۲-۱-۲۰۱۷ )
۲--- دکتور شازمان ورېځ ستا نزی،رازها افشا مېګردد .پېښور ۱۹۹۹ کال . ۸ مخ
۳--- سلطان علي کشتمند ،یاد داشت هاې سیاسي ورویداد هاې تاریخي جلد اول صفحه ۳۳۲ .