د غوايي اوومه؛ امریکايان - روسان او يا مجاهد - طالب  سره څه توپير لري؟

د غوايي اوومه؛ امریکايان - روسان او يا مجاهد - طالب  سره څه توپير لري؟ 
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د محمد ظاهر شاه ۴۰ کلنې پاچاهۍ ته د شاهي کورنۍ غړي او د پاچاهۍ په تېرو کالونو کې لومړي وزير، د بهرنيو چارو وزير او د دفاع وزير په توګه پاتې شوي سرادرا؛ سردار محمد دواد خان د يوې بې وينو او سپينې کودتا په کولو سره د پای ټکی کېښود.

لومړی خو په کار نه وه، چې په ټولواک محمد ظاهر شاه کودتا شوې وه او يا هم د افغانستان د نظام ډول له شاهي څخه جمهوري ته بدل شوی وای. که چېرې شاهي نظام په هغه وخت کې د افغانستان ستونزې نه شوی حل کولی او که چېرې شاهي نظام د هېواد په ګټه نه وای، نو بديل يې بايد د اجماع له لارې لټول شوی وای. کودتا که سپينه وي او که توره، خونړۍ وي او که سوله ييزه، خو نوم يې منفي اغېزې لري او د يو هېواد ثابت سياست ا وضعيت په بې ثباتۍ بدلوي.

د سردار محمد داود خان کودتا په لومړيو کې سپين وه، خو داسې خلکو ته يې ځای ورکړ، چې سپينه کودتا يې په سره او له وينو په ډکې کودتا بدله کړه. د سرادار محمد دواد خان ۵ کلنه جمهوري دوره د پرمختګ، غښتلتيا او ابادۍ دوره وه، خو هغه نفوذ چې د حکومت دننه د حکومت له سترګو پټ وشولو، پايلې يې نن هم وينه او جګړه ده.

په سردار محمد دواد خان باندې د غوايي د اوومې کودتا يوازينی لامل د خلق ګوند او ملاتړی هېواد شوري اتحاد نه وو، بلکې ورسره لامل يې سخت درېځه اسلامي ډلې او ملاتړې کاپېټالېسته امريکا هم وه.

تاريخونه دا ثابته او څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د کمونېزم او جهاد په نوم جګړه د دويمې نړيوالې جګړې په تعقيب د امريکا او شوري ترمنځ سړه جګړه وه. شوري خپل مسقيم ملاتړ او پوځي شتون د خلق او پرچم له ګوند څخه اعلان کړ او امریکا خپلې پوځي او ماليې مرستې له مجاهدو ډلو سره شروع کړې.

اوس چې څوګ د روسانو پر وړاندې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي، نو د امريکا پر وړاندې جګړه هم بايد جهاد وګڼي. په هغه وخت کې، حکومت پوځ درلود، يونېفورم يې درلود، وسلوالو ډلو ته يې اشرار ويل، حکومت ښونځي، پوهنتونونه، روغتونونه او نور تاسيسات جوړل. له بلې خوا، وسلوالو ډلو (مجاهدينو) حکومت ته د غلام او مزدور خطاب کولو، هېواد يې اشغال ګڼلو، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه او عامه تاسيسات يې له منځه وړل. په مېلشه او غېرې منظم يونيفورم سمبال وو، په پاکستان او ايران کې يې استوګن ځايونه درلودل او د امريکا په مرسته يې د شوري پر وړاندې جګړه کوله.

اوس همدغه چاره له ۲۰۰۱ څځه تر نن پورې روانه ده. حکومت وسلوالو ډلو ته د اشرار پر ځای ترهګر وايي، حکومت ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه او عامه تاسياست جوړه وي او د وسلوالو ډلو له خوا په جګړې کې هدف ګرځي او ورانيږي. اوس هم وسلوالې ډلې حکومت ته غلام او مزدور وايي، هېواد اشغال ګڼي، د امريکا او افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

نه شوري ويلي وو، چې مونږ افغانستان اشغال کړی دی او نه هم امريکا وايي، چې مونږ افغانستان اشغال کړی دی. شوري ويلي، چې د اشرارو څخه د نجات په موخه د افغان حکومت ملاتړ کوو او ورسره يو. امريکا وايي، چې د ترهګرو څخه د نجات او ځپلو په موخه افغانستان ته راغلي يو او د افغان حکومت په څنګ کې ولاړ يو.

لوبه د سطرنج ده، خو د سطرنج غوټۍ بدلې شوې دي. سپنې غوټۍ د تورو او تورې غوټۍ د سپينو ځای ته تللې دي.

که يو څوګ وايي، چې د شوري پر وړاندې وسلوالې ډلې مجاهدين وو، اشرار نه وو او د هېواد د خپلواکۍ لپاره يې جهاد وکړ، نو بیا بايد د يو عادل او رېښتنې کس په دول دا هم ووايي، چې طالبان ترهګر نه دي او د امريکا پر وړاندې جهاد کوي او د هېواد د خپلواکۍ په پار جګړه کوي.

که يو څوګ وايي، چې هم مجاهد د پرديو لپاره جګړه کوله او هم طالب د پرديو لپاره جګړه کوي، دا هم تر يو بريده داسې قضاوت دي، چې دواړو ته په يوې سترګه ګوري.

خو که يو څوګ په جهاد وياړ کوي، د شوري پر وړاندې جګړې ته جهاد وايي او مجاهد ته د اشرار کلمه نه شي زغملی، نو بيا اړ دي چې د طالبانو جګړې ته هم جهاد ووايي او د ترهګر پر ځای طالب ته د مجاهد او طالب نوم واخلي.