
روهي (جمعه/۷ د غوايي)، د يو سخت توپان له امله په الميت بحر کې لس اسرائيلي وګړي وژل شوي، چې اته په کې جونې او دوه په کې ځوان هلکان دي.
په راپورونو کې ويل شوي، چې په يو علمي سفر کې ۲۵ پيغلې او ځوان اسرائيلي محصلين دغه بحر ته وړل شوي وو، چې د سخت توپان له امله لس کسان ووژل شول او پاتې نور يې ژغورل شوي دي.
ژغورونکو ډلو هڅه کړي، چې ۲۵ ټول محصلين وژغوري خو د توپان د شدت له امله يې ونشو کولی چې ټول محصلين وژغوري.
د ياد توپان لامل په دې وروستيو اونيو کې سخت بارنونه ښودل شوي، چې په ټول اسرائيل هېواد کې اوريږي.