۶۵ کاله وروسته د شمالي او سويلي کوريا مشران سره ګوري

روهي (جمعه/۷ د غوايي)، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د سويلي کوريا له مشر (مون جاین) سره، نېږدې اووه لسيزې وروسته لېدنه کوي.

کېم جونګ اون د شمالي کوريا لومړنی رهبر دی، چې له ۶۵ کلن ځنډ او سياسي بايکاټ وروسته، سويلي کوريا ته په رسمي سفر ځي.

له اون سره په دغه سفر کې د شمالي کوريا لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي او همدا ډول د نوموړي خور ملتيا کوي.

له کالونو راهيسې د شمالي کوريا اړيکې له ګاونډ هېواد سويلي کوريا او د نړۍ له نورو هېوادونو سر د ياد هېواد د اټومي پروګرام پر سر ورانې دي، چې په دې وروستيو کې شمالي کوريا خپلې نړيوالې اړيکې ښې کړي او خبرو - اترو ته يې لېوالتيا ښودلي.