نظافت  ( لنډه کیسه)

باد د ځمکې په مخ پرتې مړې خاورلې کله چې له ځان سره ټولولې، دومره ګردجنه فضا یې رامنځته کړې وه چې څه متره وړاندې څه په سترګو نه لیدل کېدل، کامران په نیم کښو سترګو ځکه روان و چې په سترګو کې یې څه ونه لوېږي، شېبه وروسته د باران څاڅکو په اورېدو پیل وکړ، غبار په ورکېدو شو، ده مخامخ دوکان ته حرکت ور وکړ، کله یې چې د هټۍ په دروازه قدم کېښود، په ګڼو هلکانو یې سترګې ولګېدې، سلام یې ورکړ، په هټۍ وال یې غږ وکړ:

- افغان بیسم کریډیټ کارت لرې؟
هغه په سترګو سره د “هو” اشاره ورته وکړه، کامران جیب ته لاس کړ، بټوه یې راویستله په امریه لهجه یې ورته وویل:

- یو د پنځوسي کارت راکړه
هغې کلیو ته لاس کړ، له دخل څخه یې د کریډیټ کارتونو بنډل راویست، د پنځوسو کارت یې ورته ونیولو، کامران د موبایل په سکرین کې سترګې وګنډلې د کارت نمبر یې دائل کړ چې له څنګ سره یې دوکاندار تېر شو، کوزۍ ته یې لاس کړ، په ترکارۍ باندې یې اوبه وشندې، کامران ښه ورته متوجې و، ده د ګندنې څو تارونه را واخیستل لومړی یې ګوته په کې کش کړه، بیا یې لږ په لمن وموښله، خولې ته یې کړله، شخوند یې ورباندې ووهلو، بېرته دوکان ته د ننه شو، د اچارو له دیګ څخه یې سرپوښ لرې کړ، څمڅې یې په کې غوټه کړه، ویې چکله، هېڅ اوبه یې ورباندې تېرې نه کړې، بېرته یې په کې کېښوده، تقریباً نهه کلن هلک راغلو په وړه معصومانه لهجه یې وویل:

- د لسو روپیو جیلبۍ( جلبۍ) راکړه
هټۍ وال هېڅ کوم دسکش په لاس نه کړ، په همدغه خیرن لاس کې یې جلبۍ واخیستې، وروسته یې هلک ته په کاغذ کې تاو کړې، ماشوم روان شو، دده په مخامخ لوح سترګې ولګېدې چې لږ کږه غوندې وه، لاس ور اوږد کړ ور ونه رسېدو، څوکۍ یې را واخیسته هغه یې سموله، تر څوناست کسان یا هم نور پیرېدونکي چې هټۍ ته راځي خپل نظافت ته توجو وکړي کله چې د کامران سترګې ورباندې ولګېدې هغه جملې ده په خاموشانه انداز سره ولوستلې:

- نظافت جز د اېمان دی
کامران موسک شو له ځانه سره یې زیاته کړه:
- لومړی یې باید له ځانه شروع کړې

هغه د هټۍ واله د ګندنې، اچارو او جلبۍ تلل یې په ذهن کې را ګرځېدل په چرت کې ورته ناست و.
( پای)