
روهي (پنځه نۍ/۶ د غوايي)، د پاکستان یوې محکمې د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف بې وړتيا اعلان کړی او د نوموړي د لېرې کېدو غوښتنه يې کړې ده.
محکمې په پارلمان خواجه آصف بند کړی او په نوموړي تور دی، چې له هېواد بهر يې په بهرنيو هېوادونو کې خپله پانګه پټه ساتلې ده.
خواجه آصف د پاکستان د واکمن مسلم ليګ - نواز ګوند لوړپوړی غړی دی او له دې وړاندې د ياد ګوند مشر او پخوانی لومړی وزير نواز شريف هم په پاکستان کې په سياسي فعاليتونو تر ټوله عمره بند اعلان شو.
نوموړي د محکمې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، چې پرېکړه يې پر وړاندې عادلنه نه ده او بايد د استيناف محکمې حق ورکړل شي.
د خواجه آصف پر دوسيې يادې محکمې له تېر اوږد وخت راهيسي کار کولو، چې په پايله کې يې نوموړی بې وړتيا اعلان کړ.