فرانسه کې یهودو د قرآن د تحریف هڅه پيل کړې

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غويي۶مه) راپورونه کاږي چې په فرانسه کې یوه ډله د " یهودو د نوي دښمن پر وړاندې" نومیږي؛ په دغه هېواد کې یې د قرآن د تحریف هڅه پیل کړې ده.
 
ویل شوي، چې دغې ډلې یوه پرېکړه کړې چې په قرآن کې د یهودو، عیسویانو او ملحدینو سره د سختۍ په اړه ایتونه به لرې کوي.

د یادې پرېکړې پر بنسټ، اسلام دین افراطي دین نومول شوی او یهودو لپاره یې مسلمانان خطر بللي دي.
 
معلوماتو له مخې، په دغه پرېکړه کې د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولای سرکوزي، پخوانی لومړی وزیر منیل ویلس، سندر غاړی چارلس او ګیرارډ ډیپریو په ګډون ۳۰۰ تنو لاسلیک کړې ده.

په راپورونو کې راغلي، چې هلته د مرکزي مسجد امام دلیل بوبکر د پریکړه په اړه ویلي؛ دا پریکړه ناسمه او فرانسوي مسلمانانو ته یوه مسخره ښکاري.
 
بل خوا د ملي څارونکې کمېټې مشر عبد الله زکري هم ویلي، چې شوې پرېکړه په ښکاره جنګ دی.