روهي (څلورنۍ/۵ د غوايي)، د ګوکل د ايمل يا برېښنلېکونو څانګې په Gmail کې داسې يو اختيار (آپشن) ورزيات کړی، چې د ټاکل شوي وخت وروسته به لېږل شوي ايملونه او پیغامونه په خپله له منځه ځي.
د ګوګل په وينا، چې دغه کار يې د خوندېتوب د پالېسيو په اساس کړی او له دې وروسته به ايمل استوونکي وکولی شي، چې خپلو پيغامونو ته ټاکلی وخت ورکړی او د هغه وخت په پوره کېدو سره به پیغامونه له منځه ځي.
دغه نوی آپشن همدا ډول ايمل استوونکو ته اسانتيا په لاس ورکوي، چې لېږل شوي ايملونه په داسې ډول محدود کړي، چې پرېنټ، کاپي، کښته کول او بل کس ته لېږل به يې شوني نه وي.
د ګوګل يو نيوکه کوونکي (چرېس ګرين) ويلي، چې دغه کومه نوې او بېسارې کړنه ده، دغه د کار د Microsoft Exchange په وسيه په اسانۍ سره وړاندې هم تر سره کېدای شو او اوس هم.
د خوندېتوب دغه پالېسي له دې وړاندې په (ويبر) او يو شمېر نورو برېښنايي شبکو کې رامنځ ته شوې وې، خو په جي ميل کې به اوس دغه پالېسي وکلی شي، چې ایملونه ډېر خوندي کړي.
وروستي