
روهي (څلورنۍ/۲۵ د غوايي)، د روسيې د (روس ابرون اکسپورت) شرکت مشر (الکساندر مخییف) ويلي، چې روسيې، ترکيې ته د اِس - ۴۰۰ توغنديو دفاع سېسټم د ورکړې لوۍ پيل کړه.
نوموړي ويلي، چې د ترکيې په غوښتنه، مسکو او انقره هوکړې ته رسېدلې، چې اِس - ۴۰۰ دفاعي توغندي، چې روسی تولید دی ترکيې ته به ورکړل شي.
د روسيې او ترکيې ترمنځ د اِس - ۴۰۰ دفاعي سېسټم تړون ليک وړاندې لاسليک شوی او تر ۲۰۱۹ ز کال پورې به، ترکيه دغه دفاعي توغندي ترلاسه کړي.
له دې وړاندې روسيې چارواکو ويلي وو، چې دغه دفاعي سېسټم له روسيې پرته د نړۍ بل کوم هېواد نه لري او يو شمېر هېوادونو د دفاعي موخو په پار له روسيې څخه د دغه سېسټم د رانيولو وړاندېزونه کړي.
په سوريې باندې د امريکا، فرانسې او بريتانيا له هوايي برېدونو وروسته روسيې، سوريې ته هم دغه سېستم ورکړ. روسيې چارواکي ادعا کوي، چې تېره ورځ د ناڅرګندو ځايونو څخه پر سوريې هوايي بريدونه وشول، چې د ياد دفاعي سېسټم په وسيله په هوا کې شنډ کړی شول.