
حقمل
له كومي ورځي چې اسلامي خلافت ړنگ شو، ستر اسلامي هېواد په وړو وړو ټوټو ووېشل شو، هره برخه ئې د يرغلگرو صليبي ائتلافي ځواكونو يوه هېواد ته تسليم شوه، بيا تر نن پوري، په تېرو نږدې درې پېړيو كي، په هيڅ اسلامي هېواد كي داسي پاڅون ته د بريا مجال نه دئ وركړى شوي چې د آزادۍ او خپلواكۍ تر څنگ ئې د اسلامي نظام قائمول هدف وو، په گڼ شمېر هېوادو كي داسي پاڅونونه پيل شوي، بريا ته نږدې شوي خو په وروستي پړاو كي د دوى د بريا مخه نيول شوې، د اسلام ټول بهرني دښمنان او د دوى كورني منافق او مفسد، دين او وطن پلورونكي خادمان سره يو ځاى شوي او دا پاڅون ئې ځپلى. دا يوازي افغانان نه دي چې له دې فاجعې سره مخامخ شوي، تر دوى د مخه ډېر نور له ورته گډ جنگ او برخليك سره مخامخ شوي. دغه دردناك حقيقت ته په پام سره له ځينو سره دا پوښتنه راولاړېږي چې غرب، دا پر اسلامي نړۍ له سياسي، نظامي، اقتصادي او فكري پلوه قابض او مسلط ځواك څنگه دې ته چمتو شو چې په ايران كي له داسي يوه بدلون سره موافقه وكړي او څه غبرگون ونه ښيي چې په سر كي ئې د خميني په څېر يو آخوند وو، نه يوازي غبرگون ونه ښيي بلكي همدې خميني ته په پاريس كي پناه وركړي او له پاريس نه ئې په مخصوصي الوتكي كي تهران ته ولېږدوي، د پاڅون په خلاف د هغه ايراني شاه ملاتړ او مرسته ونه كړي چې د ده تر واكمنۍ لاندي ايران له هره پلوه د امريكايانو يوه ډاډمنه اډه وه!! هغه مهال به ايران ته د امريكا د سيمه ييز ژاندارم په سترگه كتل كېدل، تهران له اخلاقي، فكري او فرهنگي پلوه د لندن او پاريس كوڅو ته ورته وو. آيا دا يو تصادف وو؟ آيا دا د غرب يوه غلطي او اشتباه وه؟ آيا دا د ايرانيانو د هوښيارۍ او د پاڅون د زيركتيا نتيجه وه؟ او كه دا د غرب يوه بله توطئه وه؟ دوى په مخكني صليبي جنگ كي هم له شيعه وو اعظمي استفاده وكړه، دومره چې كه د دوى مرسته نه وى نو غرب هيڅكله په دې نه توانېدو چې اسلامي خلافت ړنگ كړي؛ آيا اوس ئې هم غوښتي چې همغه زړه تجربه تكرار كړي او له شيعه وو يو ځل بيا د اسلامي امت په ضد استفاده وكړي؟ راشئ دغو پوښتنو ته د حقايقو په رڼا كي صحيح ځواب ومومو.
د ثور روسي كودتا او پر افغانستان د روسانو سلطه غرب ته د خطر ستر زنگ وو، دوى لا د مخه د مصر، عراق، سوريې، سوډان، يمن او ليبيا په څېر اسلامي هېوادونه د مسكو په گټه له لاسه وركړي وو، گمان ئې دا وو چې له افغانستانه وروسته به ډېر ژر ايران له لاسه وركوي، ايراني شاهي رژيم ئې له دې عاجز گڼلو چې له نويو گواښونو سره مقابله وكړي او د مسكو په گټه د ايران د سقوط مخنيوى وكړي، دې ته په پام سره چې په سيمي كي گڼ شمېر شاهي رژيمونه لادمخه نسكور شوي وو، په افغانستان كي د شاهي رژيم سقوط ئې د ايراني شاهي رژيم د سقوط مقدمه گڼله، په دې لټه كي وو چې د ايران شاهي رژيم ته داسي بديل پيدا كړي چې د مسكو په گټه د ايران له سقوط نه مخنيوى وكړي، دغه مهال په ايران كي د مجاهدين خلق ايران په نامه يوه داسي التقاطي ډله رامنځته شوې وه چې ډېرى فعالان ئې په غرب كي مېشت ول او مركز ئې په فرانسه كي وو، د ثور له كودتا وروسته او د كمونيستانو په ضد د مقاومت له پيل او ورځ په ورځ مضبوطېدا وروسته د مجاهدين خلق ډلي په ډېري چټكۍ سره وده وكړه، په ځوانانو، فوځ او منوري طبقې كي د ډلي د نفوذ لمن پراخه شوه، مشرتابه ئې پرېكړه وكړه چې د ايراني آخوندانو مرسته او ملاتړ هم ترلاسه كړي، د نورو تر څنگ ئې له خميني سره چې د عراق په نجف كي مېشت وو اړيكي ټينگي كړې، هغه ئې دې ته چمتو كړ چې په فرانسې كي د دوى مركز ته ورسره ولاړ شي، كه څه هم د قم شيعه آخوندانو د خميني په خلاف فتواگاني صادره كړې وې او له هغه سره ئې په كلكه مخالفت كولو خو له مجاهدين خلق سره د ده يو ځاى والي دې ډلي ته نه يوازي مزيد اعتبار وركړ بلكي د ډلي په ضد هغه تبليغات ئې تر ډېره حده شنډ كړل چې دا ډله ئې په التقاط، سيكيولريزم، الحاد او د مذهب مخالفت تورنوله، دې اقدام د گټي تر څنگ ډلي ته ستر ستر تاوانونه هم ورسول، تاوان ئې هغه مهال جوت شو چې د شاهي رژيم له نسكورېدا وروسته د دوى او قم تر منځ اختلاف راولاړ شو. د شاه په ضد پاڅون ډېر لنډ وو، د پام وړ تلفات ئې نه درلودل، نه ويني په كي توى شوې او نه ټانكونه او توپونه وكارول شول، د څو ورځو مظاهرو په نتيجه كي د شاه كاواك رژيم نسكور شو، ځوانان سړكونو ته راووتل، د فوځ مخصوصاً هوايي ځواكونو ځيني قطعات ورسره يوځاى شول، شاه له امريكا مرسته وغوښته، خو د واشنگټن له سوړ غبرگون سره مخامخ شو، دومره چې ده ته د پناه وركولو لپاره هم چمتو نه وو!! شاه د خپل هېواد كورنى او بهرنى وضعيت داسي وموند چې له تېښتي پرته ئې بله چاره نه ليده، واگي ئې صدراعظم ته وسپارلې او دى مصر ته وتښتېدو، خو لا څو ورځي نه وې تېري شوې چې صدراعظم هم ورپسې شو. انقلاب بريالى شو او خميني له پاريس نه په مخصوصي الوتكي كي تهران ته ورسول شو. د مجاهدين خلق انگېرنه دا وه چې خميني نشي كولى د دوى مخي ته خنډ شي، خو خميني د شيعه مذهبي مشرانو لپاره په يوه محور بدل شوى وو، كه څه هم د بدلون په پيل كي دوى نه تنظيم درلود، نه د هېواد د ادارې لپاره كوم منظم حزب او ځواك ورسره وو، د حكومت كولو لپاره ئې نه عملي چمتووالى درلود او نه ذهني، دوى پر امام زمان باور درلود، امامت ئې د علي رضي الله عنه د كورنۍ او اولاد مسلم او منصوصي حق گاڼو، گمان ئې دا وو چې د شيعه وو حكومت به يوازي هغه مهال جوړېږي چې امام زمان له غيابت نه راووځي او د الله تعالى په حكم او مرسته او په خارق العاده توگه د عدل مثالي نظام قائم كړي، ما هغه مهال د دوى له يوه ډېر مهم مشر بهشتي سره ليدنه درلوده، هغه په داسي موقعيت كي وو چې د ايراني مذهبي مشرانو عملي قيادت او لار ښوونه د ده په واك كي وه، د ملاقات په جريان كي هغه راته وويل: موږ تر دغو نږدو پوري او د انقلاب له بري نه تر شپږو مياشتو پوري نه پوهېدو چې څه وكړو، څنگه هېواد اداره كړو او حكومتي چاري پر مخ بوځو، ځينو دوستانو وړانديز وكړ چې د سپاه پاسداران په نامه يو بېل منظم او مسلح ځواك جوړ كړو او په هغه كي خپل پلوي ځوانان راغونډ كړو، دا كار مو پيل كړ او په همدې سره له هغه پرېشانه حالته ووتو او ورو ورو مو داسي يو ډاډمن ځواك جوړ كړى شو چې په مرسته ئې د گواښونو مقابله كولى شو. كه څه هم مجاهدين خلق په يوه منظم سياسي او نظامي ځواك بدل شوى وو، د مبارزې تجربه ئې درلوده، ځوانان ورسره ول، شاهي رژيم د دوى د مټو او هڅو په زور نسكو شوى وو، له خميني نه رهبر او امام دوى جوړ كړى وو، او سره له دې چې گڼ شمېر مذهبي مشران ئې د بهشتي او مطهري په شمول ترور او له خپلي مخي لري كړل، په يوې چاودني سره ئې د پارلمان دوه اويا غړي د جمهور رئيس او صدراعظم په شمول ووژل، خو ونه توانېدل چې رژيم نسكور كړي او اقتدار ترلاسه كړي، د دوى له لوري تنظيم شوې فوځي كودتاگاني هم بريالۍ نشوې، هر ځل گڼ شمېر نظامي افسران د كودتا په تور ونيول شول او اعدام شول، د مجاهدين خلق ډېر فعالان ونيول شول او له ځنډه پرته د قاضي القضات خلخالي په حكم اعدام شول، خلخالي ته د يوه بې رحمه جلاد په سترگه كتل كېدل.
د دغو قتلونو، وژنو او نيونو په نتيجه كي د مجاهدين خلق ډله دې ته اړ شوه چې خپل مركز بېرته اروپا او بيا عراق ته انتقال كړي، رژيم وتوانېدو چې خپل نور مخالفين هم وځپي، كردان، بلوڅان او نور غير شيعه مذهبي او قومي اقليتونه په ډېره بې رحمۍ سره وځپل شول، د سنيانو ټول مهم او مؤثر سياسي او مذهبي مشران يو په بل پسي ترور شول، دغو لاسته راوړنو د رژيم واكمنان دومره مغرور كړل چې د كربلا له لاري مكې ته د رسېدو شعارونه وركړي، يعني لومړى به كربلا نيسو بيا مكه!! د عراق د نيولو شوق ئې راوپاروي، خو دا بې ځايه او بې وخته مستي او غرور له بدو پايلو سره مخامخ كړل، د ايران او عراق جگړه د ايران له لوري پيل شوه، دا جگړه د اسلامي امت لپاره يوه ستره فاجعه وه، گټه ئې په كمين كي ناست غرب ته ورسېده، هغو ته چې گټي ئې په درېمي نړۍ كي او د دوى د پرونيو مستعمراتو تر منځ جگړو كي نغښتې دي، د وسلو د خرڅلاو بازارونه لټوي او د جگړو اورونه بلوي چې له يوې خوا خپلي وسلې وپلوري او له بلي خوا د دوى شتمني لوټ كړي، شتمن ئې دې ته اړ كړي چې له خپل بې امنه هېواده خپلي شتمنۍ د اروپا ډاډمنو بانكونو ته انتقال كړي. له دې نه د هغي وروانونكې جگړي خطرناكي پايلي معلومولى شو چې د تيلو بيعه هر بيلر اتو ډالرو ته راپرېوته، دا ځكه چې د دې جگړي په نتيجه كي ايران، عراق، سعودي، كويټ او امارات د وسلو پېرېدو او په پراخه پيمانه د تيلو پلورلو ته اړ شوي وو.
ډېر ساده او له حقايقو بې خبره خلك به دا گمان كوي چې د ايران په انقلاب او د ايران او عراق په جنگ كي نه د غربيانو پټ لاس وو او نه هڅوني او لمسوني!! غرب غوښتل چې له ايرانه يو بل اسرائيل جوړ كړي، عربان پرې ووېروي او پر غرب مزيدي تكيې او بروسې ته ئې اړ كړي، اسلامي امت په متخاصو نه پخلا كېدونكو خواوو ووېشي، په خپلمنځيو جگړو كي ئې ښكېل كړي، داسي چې د يوه په نيولو كي د بل ارزانه او وړيا مرسته، ملگرتيا او خدمات ترلاسه كړى شي، ايران همدا كار ورته وكړ، د افغانستان او عراق په نيولو كي ئې د امريكايانو وړيا خدمت وكړ، داسي وړيا خدمت چې د ايران جمهور رئيس به په خپلو مطبوعاتي مركو كي ويل: كه د ايران مرسته نه وى نو امريكايانو نه افغانستان په دومره آسانۍ سره نيولى شو او نه عراق!!!
ځيني داسي گمان كوي چې ښايي د ايران شيعه مذهبي مشرانو به په ايران كي شيعي نظام مسلط كړى وي او اوس به هلته د ژوند په ټولو حقوقي، اجتماعي او اقتصادي برخو كي د شيعه مذهب له غوښتنو سره سم عمل كېږي!! خو دوى خبر نه دي چې په ايران كي يوازي شعارونه بدل شوي، ظاهري وضعيت بدل شوى، هيڅ اساسي او بنسټيز بدلون نه دئ راغلى، دوى خبر نه دي چې دا اوس او له دريو لسيزو وروسته هم ايراني آخوند له خپلي آخوندي جامې سره د تهران په ښار كي گرځېدى نشي، وېرېږي چې ځوانان به ئې توهين كړي!! په ټول تهران كي به كله هم يو څوك په آخوندي جامه كي ونه گورئ. د ايران د بدلون كيفيت داسي دئ لكه اوسنۍ ايراني مېرمن چې پر سره ئې (چادر) وي او ترې لاندي اروپايي (ميني ژوپ) جامه، كه تاسو د هوا له لاري ايران ته سفر كوئ نو ډېري مېرمني به داسي په نظر درشي چې تاسو به ئې له هره پلوه په غربي فرهنگ، اخلاق او كلتور سمبال اروپايي مېرمني گڼئ، خو كله چې ستا الوتكه د تهران هوايي ميدان ته نږدې شي نو ناڅاپي به وگورې چې دا غرب وهلې ايراني مېرمني دي چې له دستكولونو تور تور حجابونه راباسي او خپل سر پرې پټوي، تر حجاب لاندي ئې هر څه همغه وي چې په اروپا كي ئې وو!! كله چې له ايرانه وځې، په الوتكي كي به په تورو حجابونو كي پټي مېرمني وگورې، خو څو شېبې وروسته، كله چې الوتكه هوا ته جگه شي نو په ټولو كرسيو كي به دوه په حجاب پټي مېرمني ونه مومې!! كه تاسو په تهران كي د كوم ايراني كور ته ننوځئ نو هر څه به داسي ومومئ لكه د كوم اروپايي كور، جامه، اخلاق، اطوار، افكار، مشغوليتونه او هر څه ئې د يوه اروپايي كورنۍ، خو كله چې له دروازې بهر راوځې نو ناڅاپي به وگورې چې همدا په غربي اخلاقو او افكارو مبتلا ايراني مېرمن به تور حجاب پر سر له كوره بهر وځي!! او دا نه د دې لپاره چې زړه ئې همدا كار غواړي، نه؛ له وېري دا كار كوي، كه دا كار ونه كړي بسيجيان ئې په موټر كي كښېنوي، خپل دفتر ته ئې بيايي، ښه سزا وركوي، تر هغه هم زياته چې طالبانو به د كابل په كوڅو كي هغه كابلياني مېرمني په سوټو او لښتو وهلې چې لوڅ لاس او پښه به ئې له چادري راووتل، توپير ئې يوازي په دې كي وو چې يوه د سړك پر سر او د خلكو په وړاندي وهله او بل ئې په دفتر كي او د خلكو له نظره پټ وهي!!
په ايران كي بانكي سيتم همغه مخكنى له شاهي رژيم نه په ميراث پاته په سودي نظام ولاړ سيستم دئ، توپير ئې يوازي په دې كي دئ چې ټول بانكونه د دولت په گټه مصادره شوي!! له رفسجاني نه چا پوښتنه وكړه چې تاسو ويلي چې افغانستان ته داسي پنځوس مليونه ډالر پور وركوئ چې سود به ئې لږ وي، سود خو حرام دئ، وړيا او بې گټه پور وركړئ!! په ځواب كي ئې وويل: موږ د داسي سود لپاره مجوز لرو!! همدې رفسجاني د جمعې د لمانځه په خطبې كي وويل: د دانشگاه ځوانان او پېغلي كولى شي مؤقته نكاح وكړي، دا د مترقي اسلام له لوري جائز كار او د جنسي انحراف د مخنيوي تر ټولو غوره طريقه ده!! همدغه رفسنجاني په يوې بلي خطبې كي وويل: موږ له امام زمان سره خطي (د ليك له لاري) رابطه لرو!! ايراني مشرتابه په خرافاتو، شرك او مذهبي او قومي تعصب كي تر ستوني غرق دي، د ملت مخصوصاً ځوان نسل او منوري طبقې ته د ويلو لپاره هيڅ نه لري، كه دا نن د سپاه پاسداران او بسيجيانو نظامي واكمني او زورواكي له منځه ولاړه شي؛ د ټول ايران حالت به له اخلاقي او فكري پلوه تر هغه هم زيات خراب وگورئ چې د شاه د اقتدار په وخت كي يوازي په تهران كي تر سترگو كېدو.
ځيني د تهران پوهنتون په انگړ كي د جمعې د لمانځه گڼه گوڼه داسي انگېري چې ښايي په ايران كي به له انقلاب نه وروسته د جوماتونو حالت بدل شوى وي او په نورو سيمو كي به هم خلكو د جومات لوري ته مخه كړې وي!! خو حقيقت بل څه دئ، په ايران كي جوماتونه د مخكي په څېر له ديني او معنوي پلوه ويجاړ دي، د تهران د جمعې لمونځ يو سياسي او تبليغاتي عمل دئ، د دې غونډي په سلو كي تر نوي زيات دولتي مامورين او د سپاه او بسيج غړي وي، باور وكړئ چې په ټول ايران كي، په پنځه لمونځونو كي دومره شيعه ايرانيان برخه نه اخلي لكه د پېښور د يوې برخي په يوه وخت لمانځه كي چې خلك شركت كوي. په ايران كي جوماتونه له معنوي پلوه ويجاړ دي او زيارتونه په خرافاتو معمور!! او دا يو مسلم حقيقت دئ چې د يوه ملت ديني، اخلاقي او معنوي روزنه له جومات نه بهر او له بلي لاري ممكنه نه ده.