
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۵مه) راپورونه کاږي، چې د پاکستان بلوچستان ولایت په کوټه ښار کې تیره ورځ یو ساعت کې درې ځانمرګي بریدونه شوي دي.
ویل شوي، چې په دغو ځانمرګو بریدونو کې۶ سرتیري وژل شوي او ۷ نور ټپیان کدي.
د دغه پوځ د اړیکو دفتر ویلي، د کوټې ښار په لویدیځه څنډه د میا غونډي په سیمه کې د پولیسو په پوسته دوه ځانمرګي بریدونه ترسره شول چې کوم ځاني تاوان یې نه دی اړولی.
ویل شوي چې هممهاله، بل ځانمرګی برید د کوټې ښار د هوایي ډګر پر سړک د پولیسو په موټر ترسره شو چې مرګ ژوبله هم لري.
د رسنیو خبرونو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي پېښه غندلې ده.