دا سرونه چې رژیږي
دا د پوهې کمبودي ده
دښمني چې اوږده کیږي
دا د پوهې کمبودي ده
دا چې سوله بیګانه سوه.
دا چې شنه کفتره مړه سوه
دا چې دوه وړونه جنګیږي
دا د پوهې کمبودي ده
دا چې واک مو د بل چا دی
دا چې جاز د أمریکا دی
أو زموږ پر سر غوریږی
دا د پوهې کمبودي ده
دا چې غم خپور دی مسکن کې
په دي وران ویجاړ وطن کې
مینه نه ترسترګو کیږي
دا د پوهې کمبودي ده
دا چې زغم او منل نسته
له خطا تیریدل نسته
انتقام دی تکراریږي
دا پوهې کمبودي ده
دا چې هره ورځ مرګونه
دي بې شمیره زموږ غمونه
زوي د پلار مرګ ته خوښیږي
دا د پوهې کمبودي ده
دا مسکین چې نه مرېږي
دا کونډیاني چې ډیرېږي
دا یتیم چې لا ژړیږي
دا د پوهې کمبودي ده
راسئ پوهه کړو پریمانه
مدرسي او حافظانه
مکتبونه کــړو ودانه
پوهنتون ته سو روانه
هم الله درنه خوښیږي
دا د پوهې نیکمرغي ده
وروستي