په شمالي کوریا کې ۳۲چنايي سیلانیان وژل شوي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غويي۴مه) راپورونه ښيي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په شمالي کوریا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله، ۲۳تنه چنايي سیلانان وژل شوي دي.
 
ویل شوي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جون اون تېره ورځ په بیونګ یانګ کې د چین سفارت ته د غم شریکۍ په موخه تللی و.
 
د ځايي رسنیو په حواله؛ کېم د دې ناڅاپي پيښې په اړه ډیر خوابدی دی.
 
هلته د چین سفیر ویلي، هغه به د چین ولسمشر او د وژل شویو کورنیو ته د پېښې په اړه خبر ورکړي.