د ایران ولسمشر حسن ټرمپ ته خبرداری ورکړی

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غويی۴مه) د ایران ولسمشر ښاغلي حسن روحاني د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې ددغه هېواد او نړۍ د قدرتونو ترمنځ له تاریخي اټمي تړون څخه دې نه‌ وځي.
 
روحاني ویلي، که متحده ایالات له دغه تړون څخه سرغړونه وکړي له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.
 
د راپورنو پر بنسټ ولسمشر ټرمپ د دغه تړون اروپایي لاسلیک کوونکو ته د مې د میاشتې تر نیمایي وخت ورکړی  دی.
 
ویل شوي، چې د دغه تړون له مخې په ۲۰۱۵میلادي کې کال ایران له متحده ایالاتو، روسیې، بریتانیا، فرانسې، چین او جرمني سره لاسلیک کړی.