
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غویي۴مه) پاکستان پخواني لومړی وزیر ویلي، چې په دغه هېواد کې ولسواکۍ نه بلکې بدترینه دیکتاتوري روانه ده.
نوموړي چې د حساب ور کونې محکمه ته خبرې کولې وویل؛ پاکستان کې اوس څه روان دي له قضايي مارشلا کم نه دي.
هغه زیاته کړه، چې په پاکستان کې د نږدې دوه سوه شل ملیون وګړو خوله تړل د منلو نه دي.
په وینا یې، اوسنۍ حالت د دیکتاتورۍ پر مهال هم نه و.
نواز شریف زیاته کړې، چې اوسنۍ پارلمان واک نه لري او مهمې پرېکړې باید راتلونکی پارلمان وکړي.