
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۴مه) د سعودي عربستان حکومت د ووکس په نوم د سینماګانو یوه شرکت ته، د سینماګانو د جوړولو اجازه ورکړې ده.
هلته عرب نیوز خبر ورکړی، ووکس چې د الفوتییم د لوی شرکت یوه څانګه ده، راتلونکو پنځو کلونو کې به په دغه هېواد کې شپږ سوه سینماګانې جوړوي.
ویل شوي، چې په دغه کار سره به درې زره کسانو ته د کار موقع هم برابره شي.
معلوماتو له مخې، دغه شرکت په پلازمېنه ریاض کې خپله لومړۍ سینما په راتلونکو څو ورځو کې پرانېزي.