
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، غويي۴مه) راپورونه کاږي، چې د کاناډا په ټورانټو ښار کې یو کس په موټر پیاده خلک وهلي.
د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې لس تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
ځايي پولیس ویلي، مشکوک کس نیولی شوی دی.
تر اوسه ددې پېښې علت نه دی روښانه شوی.
هلته د عیني شاهدان په وینا، یاد کس په قصدي توګه یې خلک په موټر وهلي.