پہ اردو ژبہ د پۺتو کيسو خپراوى‎

په اردوژبه د پښتو داستاني ټولګې ژباړه او خپراوی
د پښتو ژبې د ښه کیسه لیکونکي عبدالوکیل سوله مل شینواري د لنډو کیسو ټولکه رنځوري هیلې له پښتو نه اردو ژبې ته ژباړل شوي او په اسلام اباد پاکستان کی تازه له چاپه راوتلې.

د سوله مل شینواري دا کیسې د پښتو ، اردو، او انګریزي ژبې لیکوال او ژور نالیست راشد خټک په هنرمندو ګوتو له پښتو اردو ته ژباړلی.

راشد خټک له دې وړاندې د سوله مل بله د کیسو ټولګه :پنځوس میلیونه اود ارواښاد شپون ناولونه: د سمڅې یاران هم اردو ته ژباړلي دي.

د سوله مل دا نوی ژباړل شوی کتاب چې ټول ټال پکې ۱۳کیسې راغلي اوس په اردو کې د ( بانجه)شنډې تر سر لیک لاندې.په کلکې پښتۍ او په ښه سپین کاغذ په ۱۰۰ سلو مخونو کې له اسلام اباد نه خپور شوی دی. .
د پاکستان او هند داردو ژبې مشهورې شاعرې، لیکوالې او دښځو د حقونو فعالې کشور ناهید په دې داستا ني ټولګې ډیره په زړه پورې سریزه لیکلې او دکتاب لیکوال سوله مل شینواری او ژباړن راشد خټک دواړه ېې ستایلي دي.

دسوله مل په اړه وایې : سوله مل یو ذهین او با شعوره لیکوال دی .د ټولینیزو مشکلاتو با وجود ،یې په ډیر جرات ېې د ښځو پیچلې پیښې او ستونزې په ډیر ساده ډول پخپلو کیسو کې رانغښتي دي .که چا په همدې پیښو پنډ پنډ کتابونه هم لیکلې وي دده د کیسو په وړاندې په هیڅ حساب دي.

او بیا ارمان کوي کا شکې زمونږ په ټولنه کې هم دسوله مل او راشد په شان کسان دا سې جرعت وکړي لکه چې دوی کړې دی.

د سوله مل کیسو د افغانې ټولنې د ښځو د ژوند یو انځور وړاندې کړې .نو د اردو ټولنه کولای شې چې پدې هنداره کې خپلې ښې او بدې څیرې ووینې.

نو دلته اړینه ده چې زمونږ د ژوند ژواک نه یو بل تمدن او ټولنه هم خبر ه شې چې موږ پوه شو هغوی زمونږ په اړه څه فکر کوې .نو ددې یوازینۍ لاره ژباړه ده.

له بده مرغه زمونږ پښتانه لیکوالان تر دې دمه ژباړې ته لا د هنر په سترکه نه ګورې.

خو با ید ووایم چې سمه ژباړه له کیسه لیکلو ډیر ستونزمن کار دی .هر څوک ژباړه نشې کولای. دلته د دوو کلتورونو خبره ده یوکلتور بل ته اړول او ورپیژندل ګران خو خورا ارزښتمن کار دي .دلته خبره یوازې د ژبې اړول ندې، ژباړن باید ددواړو کلتورونو په ټولو اړخونو او انګیرونو باندې اګاه ا وواسې او ددې په څنګ کېهرومرو د ژباړې هنر هم ولري نو بیا کولای شي چې ښه ترجمه وکړي .دلته زه وینم چې راشد خټک په پښتو او اردو ژبه لاس برې بریښي . د کیسو روح او روان یې په پوره امانتداری اړولی .ادبیات ریاضي نده که همدا ژباړه بیرته بیاد راشد خټک ته مخ ته کیږدو نو دی به بیا ډیر ټکي پکې ښکته پورته کړي.

یوالله ج کره او پوره دی .په اخر کې دواړه ښاغلو ته ددې کتاب د چا پ او خپراوی مبارکي وایم.