
داسلامي امارت ویاند قاری محمد یو سف احمدی په افغانستان کې داشغالګرو دعمو مي قومندان مکرسټل له دندې نه دګوښه کيدو په اړه رسنیوته ویلی ،چي دمکرسټل ګوښه کيدل دافغانستان دجګړې منطقي انجام دي ، هر څوک که په دې دنده ټاکل کيږی انجام به یې ځکه داوي چي دافغانستان خاوره او ولس هیڅکله هم دا اجازه نه ور کوی چي پردي دی پکې کا میابه شي دتاریخ په اوږ دوکې تر مکرسټل پیاوړی او تر او با ماتجربه کاره یر غلګرپه افغانستان کې په ګونډو سوی ځکه خو نن افغانستان دیرغلګروهدیره بلله کیږی .
احمدی زیاته کړه :دکرسټل ګوښه کيدل دهغه دڅرګندونوله امله نه، بلکي دالله تعالی غیبي نصرت ،دمظلومو افغانانو ازاراوزموږدشازلمیوقهر مانۍ او قر بانۍ ددښمن ټول ځواک په ګونډوکړی اوپه مجموع کې داوبا ما سترا تیژی ناکامه کړی ، خو او با ما دا هو ښیاری وکړه چي دنکا مۍ لاسونه یې په پوځ او په خاص ډول په مکرسټل پاک کړل او وار یې دمخه کړ،ترڅو په نړۍ او امریکا کې دخپل ځان او خپل ګوند حیثیت وساتي خودا هڅه به یې ځکه نتیجه ور نکړی چي دا اوږده جګړه چي دامریکا په تاریخ کې ساری نلری دزوراوجنرالانو دادلون بدلون له لارې نه حل کیږی مکرسټل او او با ما دزور ازمایلو او د پوځو نو دزیاتولو ناکامه حر به استعمال کړه ،چي نن یې تر خې پایلې ویني او لا به یې وو یني ان شا الله .
قاری یوسف دخپلو خبرو په او ږدو کې وویل، چي که امریکا او ناټو هر څومره ډیری ستراتیژۍ جوړی او ډیر جنرالان بدل را بدل کړی ،اخیر به دعالقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد دي اصولی دریځ ته غاړه ږدی ( چي افغانستان دافغا نانو کور دي تر څو چي دافغانانو په خو ښه اسلامي او خپلواک حکومت نوی را منځ ته شوی او ټولې بهرنۍ قواوې له افغانستان نه نوی وتلې په افغانستان کې سوله نسی را تلای )
داسلامي امارت ویاند دخبرو په اخیر کې وویل دامریکا دا څو معلومي او ازمایل سوی څیرې، چي دا څو کاله یې دافغانستان ما مور یت ته اړوی را اړوی بې اثره دي ،جنرال پترویس به هم نتیجه ورنکړی ځکه چي نوموړی له دی نه مخکې په مرکزی قومندانۍ کې کار کاوه مشورې او فیصلې یې هغه وخت هم تر عمل لاندی وې ،خو کومه نتیجه یې ورنه کړه استعداد یې هم تر مکرسټل زیات ندی ، تیره اوونۍ دامریکادکانګریس د وکیلانو دپوښتنو دځوابولو په مهال دهغه بې سده کېدودهغه فیزکی وړتیا او زړورتیاهم تر سوال لاندی راوسته او تر ډیره حده یې نظامي رعب او دڅلورو ستورو حیثیت هم په عام ذهنیت کې را ولوید ،کرسټل دافغانستان دقضیي اساسی حل او دولسونو غوښتنې درک نکړای سوی دپوځونودایستلو پر ځای یې برعکس دپو ځو نو دډیرولوپالسی خپله کړه چي همدا یې تر ټولوناکامه هڅه وه چې حیثیت یې پکې بر باد سوپیټرویس هم که دامریکاحکومت دی ته هوادار نه کړی چي خپل پوځو نه له افغا نستان څخه وباسی نو انجام به یې تر مکرسټل هم بدتر وی او په افغانستان کې به داشغالګرو همدا منطقي انجام تکراریږی احمدي وویل چي دالفتح ځواکمنو عملیاتوچي دامریکا (ددوی په اند) تر ټولو پياوړي جنرال په ګو نډو کړاوس به دمشر تابه له لارښونو سره سم نوی او لاشدیدې مرحلې ته دا خلیږی او موږ یې پایلو ته لا زیات خو شبین یو.