
روهي (دوه نۍ/۳ د ثور)، د فرانسې ولسمشر اېمنوېل مکرون، امریکا ته د خپل سفر په درشل کې له ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې له ایران سره له اټومي هوکړې بهر نه شي.
د امريکا، اورپايي ټولنې او ايران ترمنځ دا ټرون چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسليک شوي.
د مکرون دا څرګندونې وروسته له هغه منځته راځي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل که پر ایران لګول شوي شرایط سخت نه شي نو له هغه هېواد سره له ټومي ټرون ووځي.
سرچينې وايي چې ولسمشر ټرمپ اړ دی، چې د راتلونکې مۍ مېاشتې تر ۱۲ نېټې پر ایران د امریکا د بندیزونو د څرنګوالي په تړاو پرېکړه وکړ،. خو له همدې امله د فرانسې ولسمشر په ډونلد ټرمپ غږ کړی چې دې تړون ته ژمن پاتې شي ځکه د ده په وینا بل ښه غوراوی شتون نه لري.
مکرون پر دې ټنګار کړی، چې امریکا باید دې ټرون ته ژمنه پاتې شي. پر فرانسې سربېره د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل هم پر دغه تړون د درېدلو غوښتنه کړې ده.