له محرم پرته، ۱۳۰۰ هندي مسلمانې حج ته ځي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويی۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په روان کال کې به له دغه هېواد څخه ۱۳۰۰مسلمانې میرمنې له کوم شرعي محرم پرته د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
 
ویل شوي، دا لومړي ځل دی، چې هندي مسلمانې له کوم محرم پرته د حج په مراسمو کې برخه اخلي.
 
هلته د دغه هېواد د لږکيو چارو وزير مختار احمد نقوي ويلي؛ ددغو ښځينه حاجيانو لپاره حکومت ښځينه مرستندويانې مکې مکرمې ته استوي چې له دې حاجیانو سره مرسته وکړي.
 
د راپورونو پربنسټ د حج مراسمو لپاره، د ښځينه مرستندويانې ټاکل به هم لومړي ځل وي.