ما پوښتنه وکړه، چې ولې مې ميرمن ستا د ميرمنې په څېر نه ده؟

ما پوښتنه وکړه، چې ولې مې ميرمن ستا د ميرمنې په څېر نه ده؟
ډاکټر نجيب ويال

له خپل يو ملګري (بېلي) سره مې له ۲۶ کاله وروسته ولېدل. هغه له يوې ښايسته، په زړه پورې او باانرژي جينۍ سره يوځای روان وو او سودا يې کوله. زه ډېر حيران شوم، چې کله بېلي راته وويل، دغه جينۍ مې ميرمن ده.

کله چې مې دوی ولېدل، د يو او بل لاسونه يې نېولي وو او ټوکې يې سره کولې نو ما له بېلي پوښتنه وکړه، چې ښايي تاسو دواړو په نېږدې وخت کې سره واده کړی دی او د واده مو لومړني وختونه دي؟

بېلي وويل، "مونږ لس کاله پخوا واده کړی دی."

د بېلي دغه خبرې زه په تعجب کې واچولم. ما هم دوی ته وويل، چې ما هم لس پخوا واده کړی دی.

ما وويل، "زما ميرمن هغه ډول نه ښکاري کوم ډول چې پخوا له واده وړاندې او د واده په لومړيو کالونو کې ښکاره کېدله، هغه ډېر وخت د ستړيا احساس کوي او ستړي ښکاري."

ما په حسود ډول وويل، "ته ډېر ښه بخت لرې، چې دا ډول ښايسته او جلوه لرونکې ميرمن لرې."

هغې ته مې وکتل بېلي ته مې وويل، "زه فکر کوم، چې تا د خپل ميرمنې لپاره په کور کې مزدوره نېولې ده او دي د کور کارونه نه کوي، ځکه داسې خوښه او ښايسته ده؟"

بېلي زما په دغه انګېرنه پورې وخندل او راته يې وويل، "نه، ته په غلته يې. زما ميرمن داسې ښکاري چې د کور هېڅ ډول کار نه کوي، خو په ما باور وکړه، چې د کور د ټولو کارونو په کنټرول او اداره کې دي ډېره مهاره ده."

ما ټکان وخوړ او وړاندې مې وويل، "نو بيا ولې مې ميرمن ستا د ميرمنې په څېر نه ده او دغه ډول نه ښکاري؟"

بېلي په موسکا سره راته وويل، "ښايي لامل يې هغه کوچني څيزونه وي چې ما د خپلې ميرمنې لپاره تر سره کړی دی. ما هېڅکله دا نه دي هېر کړي، چې دندې ته له تګ وړاندې مې ميرمن په تندي ښکول نه کړم.هر کله چې باران وي، نو ورځم او ميرمن مې له مارکيټ څخه له ځان سره اخلم. هر کله چې د دي د پوټانو تارونه سست وي، نو هغه ورته کلک کړم. هر کله چې دي ستړي وي نو ورته ماساج ورکړم او معمولاً زه پوهيږم چې دي څه وايي، وړاندې له دې چې هغه خپله خبره ټوله خلاصوي."

نور مې د بېلي د خبرو د اوريدو توان نه درلودد، له هغې مې د موبايل شمېره واخېسته او کور ته لاړم. کورته په لار مې مغز له ګڼو فکرونو اوسوچونو ډک وو، دا زه څه ډول يو خاوند يم؟

په داسې حال کې چې زه په کور کې يوازينی کس يم چې د خپلې کورنۍ په اړه او نورو هرڅه په فکر کوم، خو بيا هم له ما څخه دا هېر وي، چې دندې ته له تګ وړاندې مې ميرمن په تندي باندې ښکول کړم. ما هېڅلکه د خپلې ميرمنې د بوټانو تارونه نه دي تړلي. او ما مې خپلې ميرمنې ته سپکې - سپورې ويلي، هرکله چې به هغې د ځان لپاره کوم نوی څيز اخېستی وو.

ما ته څرګنده شوه، چې ما د خپلې ميرمنې احساسات نه وو درک کړي. زه پوه شوم، چې ميرمن مې د کور له کارونو سره څومره ستړي وه او همدا ډول په کور کې د ماشومانو پاملرنه هم يوازې د دي پر غاړه وه.
 
کور ته په لار مې فکر وکړ، چې ميرمن به مې په غېږ ونېسم او هرڅه به په رېښتيا ورته ووايم، چې زما ګرانې! زه بښنه غواړم.

ما همداسې وکړل، ژوند مې خوښ او نېکمرغه شو. له بېلي مننه کوم چې زما په ژوند کې يې بدلون راوست.

يو خوښ او نېکمرغه واده د خپلې ميرمنې په سترګو کې ښکاري، د هغې په رضا او قناعت کې ښکاري.

تاسو بايد انتظار ونه کړئ، ترڅو په يو ځانګړي وخت کې خپلې ميرمنې ته ووايي، چې تاسو له هغې سره څومره مينه لرئ، هر وخت يو ځانګړی وخت جوړ کړئ او ميرمنې ته مو مېنه ورکړئ.

ښځه اړتيا نه لري، چې له الماسو او سره زرو سره خپل ژوند تېر کړي، هغه څه چې دي ورته اړتيا لري ستاسو مينه او رېښتنوالي ده.