ارمنستان: د لاریون مشر، د پارلمان ۲ غړي او ۲۳۰ مظاهره چیان نیول شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳مه) راپورونه کاږي، چې په ارمنستان کې د لاریون مشر نیکول پاشینیان، د پارلمان دوه غړي او ۲۳۰ مظاهره چیان تیره ورځ د لاریونونو په اوږدو کې نیول شوي دي.
 
ویل شوي، چې دا لاریونونه د صدراعظمۍ څوکې د مخکیني ولسمشر سرژ سرکیسیان د رسېدو په غبرګون روانې دي.
 
بل خوا د پارلمان یوه غړې سوسن میکایلیان مخکې له دې چې د ترهګرۍ ضد پولیسو له خوا ونیول شي، خبریالانو ته وویل چې خلک باید په خپله نیکول پاشینیان راخوشې کړي.
 
د ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي، چې پولیس د دې کار لپاره له قوې د استفادې حق لري.
 
په ورته وخت کې د ارمنستان لوی څارنوال دفتر ویلي چې پاشینیان او د پارلمان دوه غړي به ۷۲ ساعته بندیان وي.