اسرائيلو ته د روسيې خبرداری

روهي (دوه نۍ/۳ د غوايي)، روسي چارواکو اسرائيلو ته خبرداری ورکړی، چې اسرائيل نشي کولی په سوريې باندې د روسيې د اِس - ۳۰۰ دفاعي سېسټم د خرڅلاو مخه ونېسي.

په مسکو کې چارواکو ويلي، چې د امريکا او اسرائيلو په شمول د نړۍ هېڅ هېواد دا حق نه لري او نه هم کولی شي، چې د مسکو له خوا دمشق ته د اِس - ۳۰۰ دفاعي سېسټم د ورکړې مخيوی وکړي.

په سوريې د امريکا، بريتانيا او فرانسې له هوايي بريدونو وروسته، مسکو پرېکړه کړي چې د بشار اسد رژيم په لاس کې اِس - ۳۰۰ دفاعي سېسټم ورکړي.

له ۲۰۱۱ څخه په سوريه کې کورنۍ جګړه روانه ده، چې ايران او روسيه د بشار اسد رژيم ملاتړ کوي او په مقابل کې يې امريکا او اروپايي ټولنې په سوريه کې د بشر د رژيم پر وړاندې عمليات او لاس وهنې کوي.