د اپریل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ

په نړۍ کې د اپرېل ۲۳مه نېټه د کتاب نړیوالې ورځې په نوم یادیږي.
 
د کتاب ورځ د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي.
 
کتاب فکرونه بدلوي، ژوند بدلوي او پرمختګونو ته لاره پرانیزي. وايي، چې کتاب تر هر څه یو ښکلی ملګری دی. په دې معنی، چې کتاب دې هېڅ وخت یوازې نه پرېږدي. هر وخت چې وخت وغواړي، نو لوستل یې شي.
 
کتاب پرته له کومه مصرفه پوهه درښيي. د ژوند له لوړو ژورو دې خبروي. په نړۍ کې د روانو پرمختګونو حال احوال درکوي.
 
د کتاب په لوستلو سره، انسانان ارام موندلی شي او د همدې آرام په پایله کې بیا د کتاب د افکارو پر مټ د ژوند ستړیاوې ختمېدلی شي.
 
کتاب یوه پاک نوم دی. د حوسونو یو خوشالوونکی نوم. د همدې مقدس نوم نن نړۍ وال ورځ ده.
 
په ټوله نړۍ کې په دې ورځ اکثره نشراتي کمپنۍ خپل پلانونه او لاس ته راوړنې خلکو ته وړاندې کوي.
 
ګڼ خلک د کتاب/ملګري د اخېستلو لپاره، د لوستلو لپاره او د یو څو خوشاله شېبو د تېرولو لپاره لویوـ لویو کتابتونونو ته ورځي او کتاب په مینه لمانځي.
 
د کتاب نړۍواله ورځ په ۱۹۵۵میلادي کال کې یونسکو له خوا د اپرېل ۲۳مه نېټه نومولې شوې ده.
 
وايي، چې په همدې ورځ د انګلیسي ژبې مشهور شاعر ویلیم شکسپیر هم مړ شوی دی.
 
یادونه باید وکړو، چې دغه ورځ په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې هم د کتاب د مینه والو له لوري په پراخه توګه نمانځل کېږي.
 
په افغانستان کې اوس ورځ تر بلې د کتاب او کتابتون چارې د پرمختګ په حال کې دي.
 
دلته په همدې ورځ فرهنګي ټولنې، د جایزې په ورکړې د کتاب لیکوال او ژباړن هڅوي.
 
بل خوا په نړۍ کې اکثره کتابپلورنځي د کتاب په دې ورځ ځانګړي امتیازونه خپل مشتریانو ته لري.
 
دا ځل په په کابل کې هم اکسوس کتابپلورنځی، چې د کتاب د چاپ او خپراوي په برخه کې یو مشهور نوم دی. دې کتابپلورنځي هم په دې ورځ خپلو مشتریانو ته تر شل سلنې تخفیف په نظر کې نیولی دی.