هند: د ترهګرۍ په اړه د افغانستان کلک ملاتړي یو

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، غويي۳مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې هېواد یې په کابل کې دتېرې ورځې خونړی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
 
د یادې خبرپاڼې له مخې، ویل شوي، چې هند د تل په څېر د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.
 
د هند بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې دوی افغانستان کې د ټولو احتمالي ستونزو پر مهال تر خپلې وسې پورې مرسته کوي.
 
دغه ژمنه کړې، چې د اړتیا په صورت کې هند تیار دی د یادې پېښې د ټپيانو درملنه وکړي.