
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳مه) ایراني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه یې افغانستان د۲،۷۹ میلیون ډالرو په ارزښت ۵،۱ میلیون ټنه توکي صادر کړي دي.
ویل شوي، چې په دې توګه د تېر مهال په پرتله ۲۱،۳۸ سلنه لوړوالی په حجم او ۱۳،۵۷ سلنه لوړوالی د یادو توکو په ارزښت کې راغلی دی.
ایران کې د رسنیو راپورنو پر بنسټ، مسوولین هڅه کوي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
معلوماتو له مخې، تر اوسه افغانستان ته تر ډېره، تېل، میوه، خوراکي توکو او دې ته ورته څيزونه صادر کړي دي.
بل خوا افغانستان بیا ایران ته د ۲۰،۳۹ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.