
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تیره ورځ په لاهور کې عمومي غوندې په خپلو خبرو کې وویل چې ددې هېواد پوځ، طالبان او ای ایس ای یوه ډله دي.
هغه یو وار بیا ټینګار وکړ، چې پر پښتنو دې روانو ظلمونو ته د پای ټکی کېښودل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې پوځ، طالبان او ای ایس ای په یوه کچه پر خلکو ظلمونه کوي.
ددغې غوندې څخه وړاندې ددې غورځنګ ځینې مهم غړي د پاکستان حکومت له خوا نیول شوي و، ترڅو له غوندې لاس په سر شي.
منظور پښتین وویل، د اپریل په نهه ویشتمه په سوات کې او د مې میاشتې په ۱۲مه په کراچۍ کې ستره غونډه جوړوي.