ترهګر د ولسواکۍ وده، نشي زغملای

له دوه زره لومړي کال را ورسته، له کله چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لمن د نړیوال اېتلاف په مرسته ټوله شوه، په افغانستان کې د ولسواکۍ یو نوی څپرکۍ پرانیستل شو. ولس له یوې لنډمهالې دورې وروسته د لومړي ځل لپاره د ولسواکۍ اصل پر بنسټ په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ. خلکو د خپلو رایو په اساس پارلمان ته استازي وټاکل او ولسمشر يي وټاکه. که څه هم دا ټاکنې له نېمګرتیاوو او ستونزو تشې نه وې، خو په حقیقت کې خلکو په دې کار سره د ولسواکۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښوده. دا نېګمړې او نوې پر پښو درېدلې ولسواکي د هغو استخباراتي شبکو او ګاونډیانو لپاره د زغم وړ نه وه چې له کلونو راهیسې يي په افغانستان کې کورنیو جګړو ته لمن وهلې او تر نن پورې يي د افغانستان د بې ثبات کولو لارې خپلې سیاسي موخې لټوي.

په افغانستان کې د ولسواکۍ د نوي فصل له پرانیستلو سره، افغانانو د یوه لنډ زماني واټن لپاره د ثبات یوه لڼده ساه واخیستله خو بې رحمه دښمن یو ځل بیا په افغانستان کې خپلې جنګي او لاسپوڅې ډلې تغذیه کړې او د ولسواکۍ پر وړاندې يي د یوې مخربې وسیلې په توګه وکارولې. افغانانو له ولسواکۍ څخه بشپړ ملاتړ وکړ او په دې لار کې یي له ستومانۍ ډک، نیمګړي مزل ته دوام ورکړ.

افغانانو ته د ولسواکۍ دا اوږد مزل له ننګونو او ستونزو تش نه و، په حقیقت کې افغانانو تر اوسه د ولسواکۍ دا تاند نیالګی د زړه په وینو پاللی. خلک کلکه اراده لري چې د ټاکنو لارې د ولسواکۍ دا ماته بېړۍ د سیند ترڅنډو ورسوي.

د قضیې په بل اړخ کې د سولې او آرامۍ دښمنانان د ګاونډیو څارګرو ادارو په لارښوونه او لمسون، په پوره بې رحمۍ هر ورځ د شته ولسواکۍ ریښې په تبر وهي او د خلکو د ارادې له تمیل وېره لري چې ګڼې افغانان به دې د ولسواکۍ په مټ خپلو لویو آرمانونو ته ورسیږي.

په دې لار کې د دښمن تر ټولو ورستۍ او وحشتناکه هڅه د کابل په لویدیځه ځنډه کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر یوه مرکز ځانمرګۍ برید و، چې د دښمن د وحشت او ترهګرۍ ورستۍ حد ښکاره کوي.

په دغه ترهګریزه پېښه کې د ښځو او سپين ږیرو په ګډون، څه کم سل ولسي وګړي چې په خورا مینه يي په ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوم لیکنې دفتر تر شاه لیکې تړلې وې، قرباني شول. له څو ورځو راهیسې د هېواد په کچه دا دریم برید دی چې پر ټاکنیزو دفترونو ترسره کیږي او هڅه کیږي چې خلک په راتلونکو ټاکنو کې له ټولګډون څخه راوګرځل شي او وېره خوره کړي.

پر ټاکنیزو دفترونه ترهګریز بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د وسله والو طالبانو ډلې له وړاندې له ټاکنو سره مخالفت څرګند کړی و او د ګاونډیو هېوادونو څارګرې ادارې په ډېر مهارت سره غواړي، د نوم لیکنې پر دفترونو د ترهګریزو بریدونو له لارې په افغانستان کې د ولسواکۍ دغه ملي پروسه زیانمنه کړي.

افغانان بشپړې ولسواکۍ ته د رسېدو لپاره کلکه اراده کړې او دښمن به په دغه راز وحشي ترهګریزو بریدونه سره ونشي کولای د افغانانو عزم مات کړي. په کار ده چې ولس په دې وخت کې یو موټی شي او په راتلونکو ټاکنو کې د ټولګډون له لارې د دښمن دا لویه دسیسه او طرحه شنډه کړي.