محمود عباس: د نړۍ هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوو، چې بيت المقدس کې خپل سفارت پرانيزي

روهي (يوه نۍ/۲ د غوايي)، د فلسطين د خپلواکه دولت مشر محمود عباس اعلان کړی، چې د امريکا په شمول د نړۍ هېڅ يو هېواد ته به اجازه ورنه کړي، چې بيت المقدس ته خپل سفارتونه انتقال کړي او دغه ښار د اسرائيلو د پلازمېنې په ډول وپېژني.

محمود عباس دغه څرګندونې د فلسطين په (رام الله) ښار کړي او ګواښ يې کړی، چې ترڅو د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د قدس موضوع حل ته نه وي رسېدلي، نو د بهرنيو هېوادونو سفارتونه هلته د فعالت اجازه نه لري.

نوموړي دا هم ويلي، چې د امريکا د متحدو ايالتو د ولسمشر ټرمپ د هغه پرېکړې پر وړاندې به مقاومت وکړي، چې غواړي د واشنګټن سفارت قدس ښار ته انقتال کړي.

محمود عباس وايي، چې بیت المقدس دوی ته د لوړ ديني ارزښت وړ ښار دی او په دې ځای کې درې ابراهيمي دينونه (اسلام، مسیحیت او یهود) منځ ته راغلې دي او په دې اړه ستونزه به د اسرائيلو له دولت سره د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي د نړۍ له مسلمانانو او عرب وګړو څخه غوښتنه وکړه، چې د اسرائيلو له خوا د بيت المقدس د اشغال سيمې وګوري او په دې اړه د فلسطينيانو ملاتړ وکړي.