سعودي ځواکونو د پاچا د ماڼۍ پر سر يوه ډرون الوتکه په ډزو وېشتلې ده

روهي (يوه نۍ/۲ د غوايي)، د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې امنيتي ځواکونو د شاهي ماڼۍ پر سر يو شکمنه ډرون الوتکه کشف کړي او وروسته په ډزو لاندې غورځولې ده.

د سعودي دولتي رسنۍ ويلي، چې دغه بې پېلوټه ډرون الوتکه هغه وخت کشف شوه، چې په ان لاين رسنيو يې ويډيو خپره شوه. ډرون د سعودي عربستان په شاهي ماڼۍ باندې الوتنه کوله او شااوخوا يې ډزې هم کولې.

د رياض د پوليسو وياند ويلي، چې تهاجمي ډرون الوتکې تېره ورځ سهار وختي د شاهي ماڼۍ پر سر الوتنې کولې، چې د امنيتي چارواکو په امر د شاهي ماڼۍ ساتونکو راغورځولې ده.

په خبر کې ويل شوي، چې د پېښې په وخت پاچا سلمان بن عبدالعزيز په شاهي ماڼۍ کې حضور نه درلود او په (داریا) نومي ځای کې په خپل باغ کې وو، خو ځيني سرچينې وايي، چې پاچا د پېښې په ترڅ ې له شاهي ماڼۍ څخه داریا نومي سيمې ته لېږل شوی وو.

تر اوسه نه ده څرګنده، چې دغه ډرون په کوم هېواد او ډلې پورې تړاو لري او ولې يې د سعودي عربستان په مرکز الوتنې کولې.