
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، غويي ۲مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد کې په ماشومانو د جنسي تیري په اړه، د مرګ سزا قانون جوړ شوی دی.
ویل شوي، چې د ۱۲ کلونو څخه کم عمره ماشومانو باندې د جنسي تیری یا بل ډول ظلم کوونکو ته د مرګ سزا وټاکل شوه.
د هند کابینې په دې اړه د تورن ضمانت هم نه کیدونکې وباله.
په نوي قانون کې لهماشومانو سره د ظلم کولو لږه سزا د ټول عمر بند دی چې له دې وړاندې له ۷ نه تر ۱۰ کاله بند و.
بل خوا له ۱۶ کلونو کم عمره انجونو سره زور زیاتي کمه سزا ۲۰ کاله او ډیره د ټول عمر بندي کیدل دي، چې له دې وړاندې ۱۰ کاله بند وه.
دا په داسې حال کې ده، چې په هندوستان کې له ماشومانو سره د ظلم او زور زیاتي پېښې ډيرې شوې دي.