کېم جونګ اون: نه غواړم چې برخليک مې د صدام او قذافي په څېر شي

روهي (يوه نۍ/۲ د غوايي)، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د سويلي کوريا له ولسمشر (مون جائه این) سره په يوې ټېلفوني اړيکه کې ويلي، چې نه غواړي راتلونکی او برخليک يې د صدام حسين او معمر قذافي په څېر شي او هېواد يې د نړۍ د زبرځواکونود سيالۍ ميدان جوړ شي.

د کېم جونګ اون په وينا، هر کله چې دواړو دیکتاتور مشران له اټومي پروګرام څخه لاس په سر شول نو خپل او د هېواد راتلونکي يې له تيارو سره مخ او تر نن ورځې قرباني ورکوي.

د شمالي کوريا دولتي رسنيو ويلي، چې د بالستيک توغنديو او اټومي وسلو ازموينې يې ځکه ځنډولي، چې دغه پروګرام يې بشپړ کړی او نور يې ازموينو ته اړتيا نشته.

تېره ورځ سويلي کوريا او امريکا متحدو ايالتونو وويل، چې شمالي کوريا له خپل اټومي پروګرام څخه لاس په سر شوې او هڅه کوي، چې د کوريا په ټاپوزمه کې سياسي او اقتصادي پروګرامونه وړاندې يوسي.