پاکستاني سوداګرو له حکومته، د تړلو لارو پرانیستې غوښتنه کړې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲مه) له څه مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ  د سیاسي اړو دوړو ترمنځ د دغو دواړو هېوادونو سوداګرو ته په میلونونو افغانیو تاوانونه رسیدلي دي.
 
بل خوا د راپورنو له مخې، تیره اوونۍ خوست ولایت ته نږدې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه.
 
ویل شوي، چې له هغه وروسته په پاړه چنار کې پر ډیورنډ کرښه پرته لاره د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

پاکستاني سوداګرو اسوسییټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د لارې د تړلو له امله یې سوداګرۍ ته زیان اوښتی دی.

په پاکستان یوې امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې لاره به د دواړو لورو د قومونو له لیدنې وروسته پرانېستل کېږي.
 
تر دې وړاندې افغان سوداګرو هم خپل حکومت او پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې د هېوادونو ترمنځ  د سوداګري د سیاست نه ښکار کېږي.