
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، غويي۲مه) په راپورونو کې راغلي چې د کیمیاوي وسلې د څار نړیوال سازمان څېړونکي د سوریې په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلې د مشکوک برید په اړه یادې سیمې ته رسیدلي دي.
ددغه برید په اړه د څو هېوادونو ترمنځ لانجې روانې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې له مخې، د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان څېړونکي د اپریل د ۲۱ مې نېټې سهار دمشق ته څېرمه یادې سیمې ته ورسیدل.
په اعلامیه کې راغلي، چې نه یوازې د سوریې لهخوا بلکې روسي پوځیانو هم د دغو څېړونکو د امنیت ډاډ ورکړی دی.
په سیمه کې د امریکا متحده ایالات، فرانسه او بریتانیا د سوریې حکومت د دې برید په ترسره کولو تورن کړي دي.
د سوریې په دوما ښار کې دغه برید د اپرېل په۷مه ترسره شوی دی.